د طالبانو پنځه کسیز پلاوی چې تېره ورځ د بندیانو د ازادولو په هکله د خبرو اترو لپاره کابل ته راغی، نن هم د دوی خبرې اترې د افغان حکومت له استازو سره دوام درلود.
دغه پلاوی له هغې وروسته کابل ته راغی چې افغان حکومت د دغې ډلې ۹۰۰ بندیان د هېواد له بندخونو ازاد کړل - هغه کار چې اوس افغان حکومت وايي د اوربند د ټينګښت او د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل لپاره ترسره شوی دی.
طالبانو د کوچني اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړ؛ هغه اوربند چې د افغانستان د ملي امنیت شورا په وینا تراوسه هم دوام لري. له دې مخکې سرچینو ویلي وو چې دغه اوربند په غیر رسمي او نه اعلان شوې توګه د اختر له درېیمې وروسته د څلورو ورځو لپاره به دوام پيدا کړي.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي د طالبانو ډلې د پنځه کسیز پلاوي یو مهم ماموریت دا دی چې په دې پړاو کې د افغان حکومت له زندانونو د دغې ډلې د ۳۵۰۰ بندیانو د خلاصون زمینه برابره کړي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند په دې اړه وویل:«نه یوازې دا چې د دواړو لوریو ترمنځ د اعتماد جوړونې فضا رامنځته کوي، بلکې په چټکه د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل لپاره زمینه هم برابروي.»
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند وايي د پنجشنبې په ورځ یې په بغلان او کندوز ولایتونو کې ۸۰ تنه دولتي پوځیان خوشي کړي دي.
پخوانی طالب قوماندان سید اکبر آغا وویل:«د دغه پلاوي مشري د مولوي ضیاالدین په نامه کس په غاړه ده چې تېره ورځ د څرخي پله زندان ته هم تلی و او د دې په خاطر راغلی و چې د بندیانو پر ازادېدو بحث او خبرې وکړي.»
افغان حکومت په دې اړه څه نه وايي خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د طالب بندیانو د خوشي کولو د څرنګوالي په هکله تراوسه هم اندېښنه لري.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو او رسنیو رییس ذبیح الله فرهنګ هم وايي:«د جګړې د قربانیانو عدالت ته د لاسرسي مسله څنګه کېږي؟ بل د دغې مسلې قضايي بهیر او درېیم د هغوی له خوشې کولو وروسته ځينې پوښتنې دي چې څنګه کېږي؟»
له بنده ډېری دغه خوشي شوی یا د جګړې له ډګرونو او یا هم له طالب ډلې سره د اړیکو په تور نیول شوي دي، اوس د هېوادوالو مهمه غوښتنه دا ده چې خوشي شوي طالب بندیان بېرته د جګړې ډګرونو ته ستانه نه شي.
د کابل اوسېدونکی محمد ادریس وايي:«باید هغوی ته د کار زمینه پيدا شي او وپوهول شي چې مشران یې په سیاسي برخه کې د حل لارې لپاره هڅه کوي.»
د کابل بل اوسېدونکی دُرمحمد وطندوست هم څرګندوي:«څه ضمانت شتون لري چې له ازادېدو وروسته بیا ځلې د جګړې ډګرونو ته ولاړ نه شي.»
تراوسه افغان حکومت دوه زره طالب بندیان خوشي کړي دي. طالبان تمه لري چې د افغانانو ترمنځ خبرو د پیلولو لپاره د دې ډلې پنځه زره بندیان د حکومت له زندانونو خوشي شي.
طالبانو هم تراوسه کابو ۳۰۰ دولتي پوځیان له بنده خوشي کړي دي.