د پاکستاني روسنیو د دې هېواد یوه تنلارې مذهبي مشر له قوله راپور ورکړی دی چې افغان طالبانو ویلي، که پر پاکستان بهرنیان برید وکړي، نو دوی به د دې هېواد ملاتړ وکړي.
د پاکستان مذهبي مشر مولانا سمیع الحق چې د طالبانو په پلار هم مشهوره دی وایي چې افغان طالبان به د امریکا متحده ایالاتونو په ګډون د هر یوه بهرني هېواد چې د پاکستان پروړاندې تېری کوي ملاتړ وکړي.
مولانا سمیع الحق وایي، د طالبانو مشرتابه ژمنه کړې چې په هر ډول حالت کې د پاکستان له حکومت سره دي.
د نوموړي په وینا، د طالبانو بېلابېلو ډلو د لیکونو په استولو له پاکستان څخه د امریکا او کوم بل بهرني هېواد د برید پرمهال د خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
افغان طالبانو بیا په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.