Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له خپلې دندې استعفا ورکړه

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، صلاح الدین رباني پر خپله فیسبوک پاڼه د یوه لیک په خپرولو سره خپله استعفاء ولسمشر ته وړاندې کړې ده.

نوموړي ولسمشر غني ته په خطاب کې لیکلي چې د ملي یووالي په حکومت کې یې د کار له پیلولو تر اوسه مطلوبه کاري فضا نه لرله.

ښاغلي رباني ویلي، په دغه موده کې ځینې موازې ادارې رامنځته شوي او ځینې یې حاشیې ته بیول شوې دي.

نوموړي نیوکه کړې چې د ده د کار په موده کې حکومت د اصلاحاتو له مغرضانه شعار سره په ادارو او ټولنه کې تعصب ته لمن وهلې ده.

هغه ویلي، له بېلابېلو لارو د حکومتي ادارو تخریب ورته د منلو نه دی او له همدې کبله یې له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

ولسمشر غني د ښاغلي رباني استعفاء منلې ده.

جمهوري ریاست لا تر اوسه د صلاح الدین رباني د استعفا په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د حکومت لوړپوړو چارواکو ترمنځ د هېواد بهرنیو چارو وزارت پرسر ستونزې راپورته شوې وې.

صلاح الدین رباني د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو راهیسې د بهرنیو چارو وزارت د وزیر او سرپرست په توګه کار کړی دی

شریک یي کړئ