Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بهرنیو چارو وزارت د خپلو تشکیلاتو بستونه کموي

د بهرنیو چارو وزارت وايي، نږدې ۱۰۰ بستونه له خپلو سیاسي استازولیو او ۷۸ بستونه له خپلو داخلي تشکیلاتو څخه کموي.

د دې وزارت سرپرست ولسمشر ته د اصلاحاتو د ورکړې طرحې له مخې به د بهرنیو چارو وزارت څلور ریاستونه او دوه معینیتونه هم یو په بل کې مدغم شي.

د دغه وزارت په طرحه کې راغلي دي:«په اوسني وخت کې افغانستان په نورو هېوادونو کې ۷۰ سیاسي استازولۍ او کونسلګرۍ لري چې د بهرنیو چارو وزارت د اصلاحي بستې په عملي کېدو سره به د دغو استازوليو ۱۰۰ بستونه په بهر او ۷۸ بستونه د ننه په هېواد کې کم شي او د نوموړي وزارت دوه معینیتونه او څلور ریاستونه به هم سره یو ځای شي.»

ادریس زمان زیاته کړې چې دغه اصلاحات د افغانستان په بهرني سیاست کې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره عملي کوي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان په دې اړه وايي:«د رییس له کچې نیولې او له هېواده بهر د شانزدفیر، وزیر مختار، د بېلابېلو کچو سکرټرونه او همدارنګه په کونسلګریو کې هم په پام کې نیول شوې او د بستونو د کموالي ترڅنګ په هېوادونو کې خپل حضور هم تر ارزونې لاندې لرو.»

د دغه وزارت مرستیال وايي د افغانستان د بهرني سیاست پر سند به له سره غور وشي او له دې وروسته به د افغانستان بهرنی سیاست اقتصاد چورلیز وي.

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي چارو مرستیال میرویس ناب هم وايي:«په دغې اصلاحاتي کڅوړه کې هېڅوک نه لیرېږي په بهرنیو چارو وزارت کې ظرفیتونه شته، د افغانستان نویویو واقعیتونو، او دغو واقعیتونو ته په پام سره ښه ظرفیونه رامنځته کړي دي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي له دې وروسته به هېڅوک د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ګومارنو کې رول ونه لري خو د ولسي جرګې ځينې غړي د بهرنیو چارو په وزارت کې اصلاحي طرحه سلیقه يي او ناکارنده بولي.

د ولسي جرګې غړی خان آقا رضايي څرګندوي:«غواړي هغه کسان چې د دوی په زړه نه دي او د هغوی له ډلې نه دي په یو ډول د بهرنیو چارو له وزارته بهر کړي.»

ولسمشر غني کابو درې میاشتې مخکې او د بهرنیو چارو د پخواني سرپرست وزیر صلاح الدین رباني له ګوښه کېدو وروسته د دغه وزارت له نوي مشرتابه د بهرنیو چارو په وزارت کې د جدي اصلاحاتو د راوستو غوښتنه وکړه.  

شریک یي کړئ