Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بهرنیو چارو وزارت له هېواد څخه بهر د ۱۱ سفیرانو د کار پای اعلان کړ

په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې وايي چې دغه سفیران د عمر د ډېروالي او د کاري پېر د پای له امله کابل ته راغوښتل شوي دي.

د دغو سفیرانو په ډله کې د مخکني ولسمشر د تره عزیز الله کرزي نوم هم لیدل کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ۱۱ هغو سفیرانو د کار د پای لیک لاسلیک کړی دی چې تر اوسه‎یې په یو شمېر نړیوالو هېوادونو او بنسټونو کې کار کاوه او ډېر ژر به دغه سفیران کابل ته راوغوښتل شي.

بهرنیو چارو وزارت ته نږدې سرچینې وايي:

په روسیې کې د افغانستان سفیر عزیز الله کرزی

په یونسکو کې د افغانستان سفیر محمد قاسم فاضلي

د چک په جمهورۍ کې د افغانستان سفیر ضیاء الدین مجددي

په اندونیزیا کې د افغانستان سفیر غلام سخي غیرت

په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان سفیر نجیب‎الله مجددي

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر سید احمد عمرخیل

په برېتانیا کې د افغانستان سفیر محمد داوود یار

په کاناډا کې د افغانستان سفیر شام لال پتهي چا

په فرانسې کې د افغانستان سفیر اسدالله عمر

په ایټالیا کې د افغانستان سفیر ضیاء الدین نظام

او په ژینو کې د افغانستان سفیر ننګیالي طرزي

هغه کسان دي چې په لومړي ګام کې له دندې ګوښه شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د اصلولو پر بنسټ یو ډیپلومات باید ۳ کاله په افغانستان کې او درې کاله د هېواد څخه بهر کار وکړي، خو د افغانستان په ډیپلوماتانو کې داسې کسان لیدل کېږي چې د کاري پېر د پای سره سره‎یې د هېواد څخه بهر د افغانستان په سیاسي نماینده‎ګیو کې په کلونو فعالیت کړی دی.

په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې وايي چې دغه سفیران د عمر د ډېروالي او د کاري پېر د پای له امله کابل

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه