کابل کې د کاغذي پېژندپاڼو د ویش پر مرکز نن(یکشنبې د غويي پر دوهمه) چاودنه شوې ده. د عامې روغتیا وزارت ویاند،وحید مجروح وايي چې په پېښه کې ۳۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۵۲ نور ټپيان دي چې تر اوسه روغتونونو ته وروړل شوي دي.
د کابل امنیه قومندان، محمد داوود امین وايي چې یوه ځانمرګي بریدګر کابو ۱۰:۰۰ بجې د پېژندپاڼو وېش مرکز په دروازه کې ورسره چاودېدونکي توکي چولي دي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش هم له طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي وو چې په دې پېښه کې ۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۵۶ نور ټپيان دي.
ایمرجنسي روغتون شاوخوا د زیانمنو کسانو خپلوان د طلوع نیوز خبریال ته ویلي دي چې تر اوسه یوازې دې روغتون ته ۹ مړي وروړل شوي دي.
دا وايي چې په زیانمنو شویو کسانو کې ښځې او بوډاګان هم شامل دي.
په پېښه کې اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش وايي چې د کابل دشت برچي ۶حوزې سیمه کې د پېژندپاڼو وېش پر مرکز برید کې ۶ تنه ملکي کسان ټپیان شوي دي.
کابو یوه اوونۍ کېږي چې د هېواد د ولایتونو مرکزونو کې د رایو ورکوونې لپاره نوم لیکنه پیل شوې ده او دا نوم لیکنه د پېژندپاڼې له مخې کېږي.
طالبانو د ولسمشر غوښتنه په ټاکنو کې د ګډون په موخه رد کړې وه او خلکو ته یې ویلي چې په دې ټاکنو کې دې وخت نه ضایع کوي.
د برید مسوؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.