Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بګرام هوايي اډې ته څېرمه برید او قطر کې یې د سولې پر خبرو اغېز

د بګرام هوایي اډې په یوه برخه دطالبانو تېرې ورځې برید په قطر کې د طالبانو او امریکایانو د استازو ترمنځ په خبرو سیوری غوړولی.

د سولې خبرو ته نېږدې سرچیني وایي چې دغه برید د دواړو خواوو ترمنځ خبرو کې ستونزې رامنځته کړی، خو دغه ستونزې دومره جدي نه وي چې د خبرو دریدو لامل شي.

ورته مهال افغان حکومت یو ځل بیا له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي او اوربند ته غاړه کیږدي.

د طالبانو پخوانی قوماندان، سید اکبر آغا وايي:«د طالبانو له بریده مخکې امریکایانو پرسنګین ولسوالۍ هوايي برید وکړ. کاش دا تاوتریخوالی نه وی شوی او خبرې په عادي ډول مخې ته ولاړې وی؛ اوس هم لوی جنجال نه دی رامنځته شوی، چې د خبرو مخه ونیسي.‎»

طالبانو ته نږدې سرچینې دا مني چې د بګرام پر پوځي اډې د دغې ډلې برید په دوحه کې د طالبانو د استازو د غوښتنې پرخلاف و او په اصل کې طالبان په پریکړو کې په پنځو برخو ویشي:

حقاني ډله، په ملاهبت اله پورې اړوند طالبان، په ملامحمد عمر پورې اړوند طالبان، په ملامنصور پورې اړوند طالبان او په قطر کې د طالبانو استازي ددې ډلې اصلي تصمیم نیونکي بلل کیږي.

د افغانستان د ملي پیوستون غورځنګ مشر، سید اسحاق ګیلاني زیاتوي:«امکان لري چې د دوی ترمنځ [طالبانو] د فکر توپیر وي او د تېرې ورځې برید ښه کال نه وو. دا چې دا کار پوځیانو کړی دی د دوحې او کوټې لخوا ورته څه ویل شوي دي چې د خبرو پر مهال نباید دا ډول بریدونه وشي.‎»

د بګرام پر هوايي اډې برید چهارشنبې(د لیندۍ په ۲۰مه نېټه) په داسې حال کې پیل شو چې بریدګرو دوو موټر بمونوته چاودنه ورکړه او وروسته یوه غیرفعال روغتون ته د ننه شول. په دغه برید کې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۷۳ تنه نور ملکي کسان ټپيان شول.

له شپږو ورځو راهیسې په دوحه کې د طالبانو او امریکا د استازو ترمنځ خبرې روانې دي، ددغو خبرو په اړه ځینې سرچینې وايي دواړو لوریو په دغو شپږو ورځو کې د تاوتریخوالي د کمښت، د افغانانو ترمنځ خبرو او اوربند په اړه چې اصلي موضوع ګانې دي پرمختګ نه دی کړی. 

تېره ورځ طالب وسله والو پروان ولایت کې د بګرام پر هوايي اډې برید وکړ په دغه برید کې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه ووژل شول او ۷۳ نور ملکي کسان ټپيان شول

شریک یي کړئ