Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بګرام هوايي ډګر ۸ ساتونکي د ناپېژانده وسله‎والو لخوا وژل شوي

د پروان ولایت سیمه‎ييز چارواکي نن(سې‎شنبې د غبرګولي۳۰مه) وايي چې یو شمېر ناپېژاندو وسله‎والو تېره شپه د بګرام هوايي ډګر ۸ تنو ساتونکو باندې ډزې کړې او هغوی یې وژلي دي.

د بګرام ولسوال، عبدالشکور قدوسي طلوع‎نیوز ته وویل چې وژل شوي ساتونکي شپې مهال ۱۰:۳۰ کله چې د بګرام هوايي ډګر پر لور روان وو، د شاکای کلي په سیمه کې یې موټر تر برید لاندې راغلی او په کې سپاره ۸ تنه ساتونکي وژل شوي او ۲تنه نور ټپیان دي.

قدوسي وايي چې د پېښې ټول قربانیان د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

دی زیاتوي چې ټپیان د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.

د پېښې مسوؤلیت تر اوسه پورې کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

د بګرام هوايي ډګر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو اډه ده او د کابل ښار په ۲۰ کیلو مټرۍ کې پروت دی.
 
دوشنبې ماښام یو شمېر ناپېژاندو وسله‎والو پروان کې د بګرام هوايي ډګر ۸ تنه ساتونکو باندې ډزې کړې دي او وژل شوي دي

شریک یي کړئ