Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره د پلاوي جوړولو په هکله هڅې

سیاسي ګوندونه او بهیرونه د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پیل لپاره د پلاوي جوړولو په موخه د هلوځلو له پیله خبر ورکوي.

دوی همداراز وايي چې د پلاوي جوړولو لپاره تر اوسه دوې ناستې ترسره شوې دي او له حکومته غواړي چې د یاد پلاوي د جوړولو لپاره باید خنډونه رامنځته نه کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته په وروستي سفر کې له افغان حکومت او د هېواد له سیاسي بهیرونو غوښتي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره د یوه پلاوي په اړه کار وکړي.

پخواني ولسمشر حامدکرزي ته نږدې کس، اسدالله عليزی وايي:"زموږ غوښتنه له حکومت نه دا ده چې نه یوازې خنډ رامنځته نه کړي، بلکې همکاري وکړي چې ټول شموله نوملړ جوړ شي او ټولو خواوو ته د منلو وي."

ورته مهال ولسمشرۍ ماڼۍ له طالبانو غواړي چې د افغانانو ترمنځ دسولې خبرو پیل لپاره تاوتریخوالی کم او اوربند وکړي او د ولسمشر د ویاند مرستیاله، درانۍ وزیري د خبرو پيلېدو په اړه داسې وايي:"د تاوتریخوالیو اصلي قرباني د افغانستان خلک دي، که طالبان له تاوتریخوالیو لاس واخلي، او خپله اړیکه له ترهګرو ډلو سره پرې کړي، اوربند ته غاړه کېږدي، مخامخ خبرو ته به لاره هواره شي."

په هرات ولایت کې د هېواد د لوېدیځې حوزې دیني عالمان له طالبانو غواړي چې اوربند وکړي.

د هېواد د لوېدیځ حوزې د علماوو شورا رییس وايي د سولې بهیر باید د هېواد د یو شمېر سیاستوالانو په یرغمل کې نه وي او دا بهیر باید د دیني عالمانو لخوا مدیریت شي.

د لوېدیځې حوزې د علماوو او روحانیونو شورا رییس، مولوي خداداد صالح زیاتوي:"سوله باید له یرغملي حالته بهر شي، سوله اوس د څو کسانو په یرغمل کې ده چې ځانونه د مدعي بولي، ځانونه سیاستوال بولي او د افغانستان وارثین دي، بهر شي."

تمه کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته، په دوو اوونیو کې د افغانانو ترمنځ خبرې پيل شي.

خو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي د سولې د هوکړې له لاسلیکه مخکې د تاوتریخوالي د کمښت او اوربند د ټینګېدو لپاره له طالبانو د امریکا غوښتنې دا بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

له دې مخکې طالبانو ته نږدې سرچینې ویلي د مولوي شهاب الدین دلاور په مشري د طالبانو درې کسیزه پلاوی له خپلو مشرانو سره د خبرو لپاره له قطر نه پاکستان ته تللی دی او د تاوتریخوالي د کمښت او اوربند په اړه لومړۍ هوکړې ته رسېدلي دي.   

یو شمېر سیاسي ګوندونو او بهیرونو د سولې خبرو لپاره د پلاوي ټاکلو د څرنګوالي په اړه دوې ناستې کړې

شریک یي کړئ