Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بین الافغاني خبرو پیل لپاره د چین هڅې

چین ویلي چې د بین الافغاني سولې د مذاکراتو لپاره په دې هېواد کې له ټولو ښکېلو لوریو سره په اړیکه کې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، جینګ شوانګ دوشنبې(د لړم په ۲۰مه نېټه) یوې خبري ناسته کې ویلي چې بیجینګ یو ځل بیا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې د ټولو ښکېلو خواوو د افغانانو او طالبانو په ګډوون د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې بیجینګ د افغانستان په تړاو د همکارۍ لېوالتیا لري په همدې تړاو یې ټولو ښکېلو لوریو سره اړیکې رامنځته کړې دي.

ښاغلي جینګ ویلي دي:«چین غواړي چې د ټولو خواوو ترمنځ د افغانستان مسایلو په تړاو خبرو ته زمینه برابره کړي او د ټولو خواوو غوښتنو ته په درناوي سره غواړي چې افغانستان کې د سولې او مصالحې لپاره همکاري وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې پخواني جهادي مشر محمد اسماعیل خان د دوشنبې په ورځ وویل چې افغان حکومت د چین په غونډه کې د ګډون کوونکي پلاوي نوملړ وروستۍ کړی نه دی او لا هم د دغه پلاوي د ترکیب په اړه سلامشورې روانې دي.

خو مخکې له دې افغان حکومت د چین په ناسته کې د پلاوي له وروستي کولو خبر ورکړی وو او حکومت کې یو شمېر سرچینو هم منلې ده چې د یاد پلاوي د غړو نوملړ د چین حکومت ته هم استول شوی دی.

تمه ده چې په نېږدې راتلوونکي کې چین د افغانانو او طالبانو ترمنځ د خبرو کوربه وي.

شریک یي کړئ