Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بې وزلۍ پر زیاتوالي د ولسمشر د اعتراف په وړاندې غبرګونونه

په هېواد کې د بې وزلۍ پر زیاتوالي د ولسمشر اعتراف له بېلابېلو توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

ولسمشر غني له ۵ کاله حکومت وروسته اوس دا مني، چې د هېواد ۹۰ سلنه نفوس د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ یوې غونډه کې وویل:«دا ملت د دې سربېره چې ۹۰ سلنه یې د دوه ډالري بې وزلۍ تر کرښې لاندې دی، احساس یې د یوه ځواکمن ملت دی.»

د سیاسي چارو شنوونکي حکومتي مشران او خپل خپلوان یې پر فساد تورنوي او وايي چې، دغو مشرانو او خپل خپلوانو یې ملي پانګې چور تالان کړې دي.

د پخواني ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود په دې اړه څرګنده کړه:«ډېر د خواشینۍ ځای دی چې د افغانستان ولسمشر اعتراف کوي چې خلک یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې دي.»

د سیاسي چارو شنوونکی اصف اشنا وايي:«دغه بې وزلي او خواري او ټولیزه بدبختي چې د افغانستان خلک له هغه سره مخامخ دي، د نامشروع، سیاسي فساد او د هغو کسانو د دروغجنو شعارونو پایله ده چې پر ټولیز برخلیک باور نه لري او یوازې د خپلو ګټو په پار د افغانستان د ټولو خلکو امنیتي او سیاسي ژوند په قمار وي.»

د ولسي جرګې غړی عطا لله محمدي هم وايي چې د دې ډول مسوول ولسمشر دی:«زموږ لپاره لومړی درجه مسوول ولسمشر دی او وروسته هغه بې کاره وزیران یې چې له کولنو د سرپرست په توګه کار کوي.»

د روڼتیا څار د موندنو له مخې، په کال کې شاوخوا ۲ مېلیارده ډالره په دولتي بنسټونو کې بډې اخیستل کېږي او دغه بهیر د بې وزلۍ په ډېرېدو کې مهمه ونډه لري.

د روڼتیا د څار بنسټ څېړونکی ناصر تېموري وايي:«په تېرو لسو کلونو کې په هر کال کې د بډو منځنۍ کچه زیاته شوې ده او دا په هېواد کې د بې وزلۍ کرښې له زیاتوالي سره مخامخ اړیکه لري.»

د حکومت پخوانی کارکوونکی یرغل احمدزی څرګندوي:«ورځ په ورځ بې وزلي زیاتېږي ځوانان وزګارېږي.»

د پوهنتون استاد جنت فهیم چکري هم وویل:«د اداري فساد بحث مطرح دی چې لا هم په حکومت کې شتون لري.»

لیلا هغه ښځه چې وايي خاوند یې رنګمال و؛ خو له بېکارۍ وروسته ناروغه شو او بالاخره د بې وزلۍ او بېکارۍ د اندېښنې له امله مړ شو.

دغه ښځه چې د پنځو ماشومانو سرپرسته ده وايي، له یوه کال راهیسې د خلکو په مرستو ژوند کوي.:«ډوډۍ وه خور یې چې نه وه صبر کوو، څه وکړو بې کاره یوو، دا زوی مې مشنګ پلوري، خو اوس د ناروغۍ او د کرنټين لپاره نه شي کولای بیرون ولاړ شي.»

د شمېرو له مخې، کله چې ملي یووالي حکومت جوړ شو؛ د هېواد یوازې ۳۸ سلنه خلکو د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کاوه، دغه شمېر د ملي یووالي حکومت په منځ کې ۵۶ سلنې ته ورسېد؛ خو اوس ولسمشر غني وايي، د هېواد ۹۰ سلنه اوسېدونکي د فقر تر کرښې لاندې شپې او ورځې تېروي.

شریک یي کړئ