Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تاشکند غونډې په څنډه کې ولسمشر له فدریکا موګریني سره وکتل

ولسمشر اشرف غني نن سې‎شنبې د افغانستان لپاره د تاشکند نړیوالې غونډې په څنډه کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو له مسوولې فډریکا موګریني سره لیدنه وکړه.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپانې له خپرولو سره لیکي چې په دغې لیدنه کې ښاغلي غني افغانستان ته د ارويايي ټولنې له مرستې او همکارۍ او همدارنګه په دغې غونډه کې د هغې او د مله پلاوي له ګډون څخه مننه وکړه.

ښاغلي غني او مېرمن موګریني همدارنګه د ولسمشریزو، پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو، د مسلکي او حرفه‎يي زده‎کړو د زمینو رامنځته کولو، له مېرمنو د ملاتړ، له ترهګرۍ او اقتصادي جرمي شبکو سره د مبارزې په اړه خبرې اترې وکړې.

په دغې لیدنه کې مېرمن موګریني د افغان حکومت له لاسته راوړنو څخه په ځانګړې توګه په سیمه کې د تحرک رامنځته کولو، د سیمه‎ییز پیوستون، ټرانیزیټ او سوداګرۍ ستاینه وکړه.

هغه وویل چې اروپايي ټولنه د افغانستان د سولې له بهیر ملاتړ کوي او هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو ده.

ولسمشر غني په دغې غونډه کې وویل چې افغان حکومت به سولې ته د رسېدو لپاره له ټولو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

د ولسمشر غني له لیدلوري، افغانستان او د سیمې نور هېوادونه ګډې موخې او ننګونې لري او د یوه ښه سیاسي، امنیتي او اقتصادي راتلونکي لپاره، باید له یو بل سره ښه کار وکړو.

د ښاغلي غني په وینا، بهرني طالبان نه پرېږدي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

هغه همدارنګه وايي چې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو د فعالیتونو له امله د ګواښونو کابو کول د ټولو هېوادونو صادقانه مرستو ته اړتیا لري.

د وروستي ځل لپاره چې په تاشکند کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شوې وه، کابو ۲۰ کاله وړاندې وه چې دغه شمالي ګوانډی، د طالبانو او متحدې جبهې ترمنځ د سولې غوښتونکی وه. اوس د ازبیکستان د نوي ولسمشر له راتګ سره، دا هېواد د خپل بهرني سیاست د ډاګیزه کېدو په هڅه کې دی، سیمه او لوېدیځ یې سره راغونډ کړي، ترڅو په ګډه له طالبانو وغواړي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

شریک یي کړئ