Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تاوتریخوالي د کمېدو دویمه ورځ؛ د طالبانو له خوا دوه بریدونه شوي

افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو پېر د عملي کېدو په دویمه ورځ، یوازې د طالبانو له خوا د امنیت ضد دوه پېښې ثبت شوې دي.

دغه دوه پېښې هم په کندهار ولایت کې شوې دي، په لومړۍ پېښه کې چې په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې شوې طالبانو د دولتي ځواکونو د موټرو پر کاروان برید کړی او دویمه پېښه هم په همدغې ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر موټر د مین چاودنه شوې خو مرګ ژوبله یې نه لرله.

د تاوتریخوالي د کمښت اوه ورځنی پېر، تېره ورځ (شنبې د کب په ۳مه) پیل شو. په دغه پېر کې طالبان، دولتي ځواکونه او بهرني ځواکونه ژمن دي چې پر یو بل برید ونه کړي.

له دې مخکې په افغانستان کې په څلرویشتو ساعتونو کې د طالبانو لخوا د امنیت ضد اویا پېښې کېدې، خو د شنبې په ورځ د دغې ډلې لخوا د امنیت ضد د لسو او د یکشنبې په ورځ هم د دوو پېښو رپوټ ورکړ شوی دی.

افغان حکومت تمه لري چې تاوتریخوالی په بشپړه توګه ودرول شي او ډاډ ورکوي چې د تاوتریخوالي د کمېدو د پېر له پیله د طالبانو پر ضد د دولتي ځواکونو عملیات صفر ته رسېدلي دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وايي:«په ټول کې کومه ستره پېښه مو نه ده لرلې، خو طبعاً باید د هرې ولسوالۍ او سیمې د رپوت په تمه واوسو.»

ورته مهال د هېواد په ځينو ولایتونو له هغې ډلې په پکتیا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې د هېوادوالو له خوا له خوښۍ او نڅاګانو سره د تاوتریخوالي له کمښت څخه هرکلی کېږي.
د پکتیا اوسېدونکی حاجي احمد جان په دې اړه زیاتوي:«د تاوتریخوالي کمېدل کولای شي چې سولې ته لار هواره کړي؛ دا سوله باید دوامداره وي او دوام پیدا کړي.»

د خوست اوسېدونکې فاطمه افغان هم څرګندوي:«موږ ډېر خوشخاله یوو او وغواړو چې دا سوله دایمي شي او له طالب وروڼو غواړو چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.»

طلوع نیوز د شنبې له سهار راهیسې ۵۰۰ پیغامونه ترلاسه کړي او په دغو پیغامونو کې خلکو ادعا کړې چې په بلخ، د بغلان - تخار پر لویه لار، د بدخشان ولسوالۍ په نسي ولسوالۍ، د فاریاب په قیصار ولسوالۍ او د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د امنیت ضد پېښې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه وویل:«د تېرو دوه ورځو په لړ کې، طالبانو په هلمند، کندهار، بلخ، کاپیسا او ارزګان ولایتونو کې پر قول اردو ګانو او ولسوالیو، د پولیسو او ملي پوځ پر پوستو بریدونه شوي چې له بده مرغه په دغو پېښو کې پنځه تنه دولتي ځواکونه شهیدان شوي او کابو ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.»

که د تاوتریخوالي د کمښت اوه ورځنی بهیر په سمه توګه پرمخ ولاړ شي، تمه کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شي او له هغې وروسته د لسو ورځو په اوږدو کې د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي، خو د افغان دولت د پلاوي او طالب ډلې سرې کرښې به کومې وي؟

د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضایي وايي:«د مدني ازادیو، د رسنیو د ازادیو بحث او د ښځو د حقوقي او سیاسي ګډون بحث او د مذهبي ازادیو بحث د هغو موضوعګانو له ډلې دي چې باید له طالبانو سره مطرح شي.»

ازاد خبریال سمېع یوسفزی څرګندوي:«د یوه اسلامي دولت شتون د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې لپاره د منلو وړ، فکر کوم چې د طالبانو لپاره یوه سره کرښه ده.»

افغان حکومت په دې باور دی چې د نظام خوندیتوب، ازادۍ د ښځو د ازادیو په ګډون، د بیان ازادي، ټاکنې، او د اساسي قانون خوندیتوب د افغانانو ترمنځ غونډه کې د افغان حکومت مهمې غوښتنې دي.

شریک یي کړئ