Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تاوتریخوالي د کمېدو په لومړۍ ورځ اتو ولایتونو کې نښتې شوي

طالبانو او دولتي ځواکونو، نن (شنبې د کب په ۳مه) چې د تاوتریخوالي د کمېدو لومړنۍ ورځ وه په اتو ولایتونو کې سره نښتې کړې دي.

د فاریاب په خواجه سبز پوش، د ارزګان په چنارتو، د پکتیا په ځاځي، د بلخ په زارع، د بغلان په پلخمري، د بادغیس په مقر او د کاپیسا په تګاب ولسوالیو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي.

په همدې حال کې طلوع نیوز د تاوتریخوالي کمېدو د دورې له پیل سره هم مهاله له خلکو وغوښتل چې د دغه بهیر په لړ کې د خپلو سیمو د وضعیت په اړه رپوټ ورکړي، کابو ۴۰۰ هېوادوالو د پیغامونو له استولو سره د تاوتریخوالي کمښت هیله بښوونکی ګڼلی، خو ځینو ویلي چې لسو ولایتونو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.

تراوسه د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې د مرګ ژوبلې په اړه جزیات په واک کې نشته.

د ملي دفاع وزارت نوماند وزیر اسدالله خالد نن وویل چې د تاوتریخوالي د کمېدو پېر په ۱۲ لومړنیو ساعتونو کې چې تېره شپه په ۱۲ بجو پيل شو، طالبانو معدود بریدونه لرل او دولتي ځواکونو هم دفاع وکړې ده:«یوازې څو معدود بریدونه شوي چې ډېر جدي نه وو.»   

له دې سره سم، طالبانو ویلي چې د تاوتریخوالي د کمېدو په اوونۍ کې یوازې د ولایتونو پر مرکزونو، پوځي مرکزونو، ملکي مېشتو ځایونو او د بهرنیانو پر مرکزونو بریدونه نه کوي؛ خو پر نورو سیمو باندې د یادې ډلې بریدونه باید تخطي ونه شمېرل شي.

د ولسي جرګې ځينې غړي او د پوځي چارو کارپوهان د جګړې له ښکېلو لورو غواړي چې په دغه پړاو کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي چې د سولې خبرو اترو د پیل لپاره زمینه برابره شي.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل وايي:«کله چې دواړه لوري لاس په ماشه وي، په داسې شرایطو کې ډېر احتیاط ته اړتیا ده؛ د یوه قومندان او یا هم د یوه سرتېري له لوري یو کوچنی حرکت کولای شي بهیر له منځه یوسي.»

تر دې مخکې د ناټو سر منشي ویلي چې، د تاوتریخوالي کمښت د طالبانو لپاره یو ازموینه دی چې په دې پېر کې تر کومې کچې تاوتریخوالی راکموي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک د دغه اوه ورځني پېر په بریا پورې تړلی ګڼي - هغه څه چې د ولسمشر غني له خوا هم تایید شوی دی.

ښاغلي غني تېره ورځ ماښام وویل د سولې په برخه کې د راتلوونکو ګامونو اوچتول، د تاوتریخوالي د کمښت پېر په پایلو پورې تړلې دي.

ټاکل شوې چې د دغه پیر له پای وروسته (د کب په سلمه)د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي او له هغه وروسته د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.

شریک یي کړئ