Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تاوتریخوالي زیاتوالي په لړ کې د سولې زیانمنېدو په اړه اندېښنې

د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د زیاتوالي او د حکومت له خوا پر ترهګرو د یرغلي عملیاتو حکم په لړ کې، د سولې بهیر د زیانمېدو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

خو پخواني ولسمشر حامد کرزي پر دې وضعیت د اندېښنې په ښودلو سره ویلي دي چې په هېواد کې د تاوتریخوالو دوام به مرګونې پایلې ولرې او باید سولې ته د رسېدو لپاره کار وشي.

د ښاغلي کرزي د دفتر په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي:«له روان کړکېچه د وتلو او سراسري سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار په هېواد کې د بین الافغاني مذاکراتو پیل دی او په جګړه کې له ښکېلو لوریو غواړو چې د خپل هېواد او خلکو د ژغورلو لپاره د سولې بهیر چټک کړي او له دې لارې د افغانستان د خلکو ناخوالې پای ته ورسوي.» 

د طالبانو ډلې پخوانی غړی سید اکبراغا په دې اړه وايي:«د دوی ترمنځ جګړه ده هر یو، یو بل ملامت وي.» 

د هېواد په ځینو برخو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې له زیاتېدو وروسته پوځيانو او ملکیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښته ده او پوځیانو او ملکیانو تلفات ورکړي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي چې د روژې میاشتې په لومړیو درېیو اوونیو کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله په بې مخېنې توګه زیاته شوې ده. 

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري وویل:«له بده مرغه د طالبانو بریدونو کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په کچه کې او په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ورځ په ورځ زیاتېږي. له بده مرغه د تېرو میاشتو په پرتله د روژې په مبارکه میاشت کې هم د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه او لا لوړه شوې ده.»

همدا دوه ورځې مخکې حکومت د کابل، ننګرهار او لغمان د خونړیو بریدونو په غبرګون کې پر ترهګرو ډلو د یرغلي عملیاتو امر ورکړ.

د ملي امنیت شورا دفتر طالبان په هېواد کې د تاوتریخوالي اصلي لامل بولي او وایي چې له همدې امله د بندیانو په خوشي کېدو کې هم وار دمخه شرط اېښودل شوی دی.
 
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل څرګندوي:«طالبانو ادعا کړې وه چې د افغان دولت زرتنه ځواکونه یې نیولي دي او ازاد وي یې. دوی قصداً دا پروسه له منځه وړي او غواړي چې ناکام شي. تر هغې چې طالبان زموږ ټول بندیان ازاد نه کړي موږ اړ نه یوو چې طالب بندیان د تاوتریخوالي سربېره ازاد کړو. موږ په دې اړه نه هوکړه کړې او نه هم مکلفیت لرو.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي:«طالبانو په وروستیو اوونیو کې په سلګونه تنه ولسي وګړي ووژل او په افغانستان کې د تاوتریخوالي لامل دي، امنیتي او دفاعي ځواکونه چې په یرغلي حالت کې دي په ټول افغانستان کې به د هغوی هر ډول بریدونو ته ځواب ورکړل شي.»

تمه کېده چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړې وروسته په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه کمه شي ؛ خو همدا یوه ورځ وړاندې د ملي امنیت شورا اعلان وکړ چې  طالبانو ډلې له امریکا سره د سولې له هوکړې وروسته په هېواد کې نژدې څلور زره بریدونه کړي دي.

امنیتي بنسټونه طالبان د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې او په هېواد کې د تاوتریخوالي د دوام اصلي لامل ګڼي.

شریک یي کړئ