Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"د تاوتریخوالي پر کمښت هوکړه د طالبانو د مشر تایید ته په تمه ده"

د تاوتریخوالي د کمښت لپاره د امریکا له غوښتنې د یوې میاشتې په تېرېدو سره د طالبانو له خوا د دغې غوښتنې د منلو څرک نه لګېږي.

د سولې له خبرو، خبرې سرچینې وايي چې طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت لپاره خپله پرېکړه، له زلمي خلیلزاد سره شریکه کړې نه ده.

دغه سرچینې زیاتوي چې شونې ده په نږدې راتلوونکي کې طالب مشران په نږدې راتلوونکي سره هوکړې ته ورسېږي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی له درېیو ورځو راهیسې په قطر کې دی خو د سولې د موافقې د وروستي کولو په موخه له طالبانو سره د خبرو د بیا پیلولو په اړه څه نه دي ویل شوي.

اخوا ځينې پخواني طالب چارواکي د تاوتریخوالي کمښت او له امریکا سره د دغې ډلې د سولې خبرو بیا پیلېدو ته هیله من دي.

د طالبانو پخوانی قوماندان سید اکبر آغا وویل:«د اوربند په اړه چې غوښتي یې و، طالبانو د تاوتریخوالي کموالی غوره وګڼله، شونې ده چې نن یا هم سبا په دې اړه هوکړه وکړي او طالبان هوکړې ته ورسېږي او د هوکړه لیک په اړه خبرې وکړي.»

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د المپيک د ملي کمېټې  مولوي عبدالشکور مطمئن وايي:«د طالبانو پوځي شورا موافقه کړې، یوازې د طالبانو د امارت د امیر لاسلیک ته په تمه دي.»

له بلخوا افغان حکومت وايي له طالبانو سره د خلیلزاد نهه پړاوه خبرې په دغو خبرو کې د افغان حکومت د نه ګډون له امله تراوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان په دې اړه څرګندوي:«هیله ده چې خبرې یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لامل شي او په دویم ګام کې له هغې مخکې چې اوربند یو اصلي شرط دی موږ بیا هم خپله دغه خبره تکرار وو.»

د سولې عالي شورا بیا وايي زلمی خلیلزاد باید له طالبانو سره د خپلو خبرو د نه پیلېدو په اړه توضحیات ورکړي.

د سولې د عالي شورا غړی عبدالحق حقیار وویل:«مذاکرات ولې تر دې حده ورسېدل او طالبانو نه غواړي چې وروستي شي او امریکايان نه غواړي چې دا لاسلیک شي. په دې اړه باید خلیلزاد وضاحت ورکړي.»

د سولې خبرې کابو یوه میاشت مخکې بګرام هوایي اډې ته نږدې پر یوه کلینیک د طالبانو له برید وروسته ودرول شوې او زلمي خلیلزاد له طالبانو وغوښتل له واشنګټن سره د سولې موافقې د لاسلیک د زمینې د برابرولو په موخه تاوتریخوالی کم کړي.

شریک یي کړئ