Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تاوتریخوالیو کمښت پر څلورمه ورځ د امنیت ضد څلور پېښې

حکومت هېواد کې د تاوتریخوالیو کمښت پر څلورمه هلمند، زابل، فراه او غزني کې د طالبانو لخوا د څلورو امنیت ضد پېښو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغو پېښو کې پنځو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي وايي:«طالبانو درې مورده بریدونه په غزني، فراه او زابل ولایتونو کې لرل، چې یو مورد یې پر اکمالاتي توکو و، او دوه نور موردونه د ماینونو چاودنې وې چې د هغه په پایله کې پنځه تنه امنیتي ځواکونه شهیدان شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.»

د تاوتریخوالیو کمښت پیل راهیسې تر اوسه په هلمند، کندهار، ارزګان، بلخ، کاپیسا، سمنګان، زابل، فراه او غزني کې د امنیت ضد پېښې شوې دي.

«درېیوو پېښو کې په زابل، غزني او فراه کې دوه مورده یې د افغان ځواکونو پر اکمالاتي کاروان برید او یو بل یې د ماین چودنه ده چې په ترڅ کې یې ۵ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ نور ټپيان شدي دي.»

خو د وردکو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې له کلونو جګړې وروسته د ډز غږ نه دی اورېدل شوی دی.

عبدالمنان د ۹ کالو راهیسې په سید اباد ولسوالۍ کې پر پوځي عملیات بوخت وو، هغه له هغو ورځو کیسه کوي چې لسګونه ملګري یې په دې ولسوالۍ کې وژل کېدل.

عبدالمنان زیاتوي:«ډېر خوشحاله یم، ځکه چې نورې ورځې، هره ورځ مې ویل چې ښايي اوس ووژل شوو او یا وروسته ووژل شوو، خو اوس هېڅ اندېښنه نشته.»

په همدې حال کې هېواد کې د ملي محاذ ګوند مشر له سیاستوالو غواړي چې د سولې بهیر دې د خپلو سیاسي ستونزو  نه قربانوي

سید حامد ګېلاني وايي:«که چېرې شخړې له اوسني حالته جدي شوي او که چېرې سم مدیریت نه شي، د دې جانس شته چې د سولې لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راشي.»

طالبان وايي چې اوس مهال د تاوتریخوالیو کمښت څېړنې په حال کې دي او تر اوسه یې د دغې ډلې پر وړاندې د افغان او امریکايي ځواکونو کومه لویه پېښه نه ده ثبت کړې.

افغان حکومت تاییدوي چې د تاوتریخوالیو کمښت ورځو پیل راهیسې د طالبانو لخوا ۱۸ افغان سرتېري وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان شوي دي

شریک یي کړئ