د افغانستان حکومت وايي نن(چهارشنبې د کب ۷مه نېټه) له وسلهوالو طالبانو سره د تاوتریخوالي د کمښت بهیر په پنځمه ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۴ ولسي وګړو او یوه سرتېري ژوند له لاسه ورکړی او څلور پوځیان ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي دغه بریدونه په لوګر، غزني، زابل، کندهار او لغمان ولایتونو کې تر سره شوي دي.
د یاد وزارت ویاند، نصرت رحیمي په دې اړه وايي:«نن په لوګر، غزني، زابل، کندهار او لغمان ولایتونو کې طالبانو بریدونه درلودل چې په پایله کې یې څلور ملکي کسان او یو پوځي شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي.»
د افغانستان د حکومت شمېرو له مخې د تاوتریخوالیو کمښت دورې له پیل د شنبې د کب له ۳مې نېټې راهیسې ۱۹ پوځیانو او څلورو ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ تنه پوځيان ټپیان شوي دي
په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت په پنځمه ورځ له میدان وردګو ولایت نه رپوټونه وایي چې د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په نرخ ولسوالۍ کې هغه پُل چې نرخ ولسوالۍ له میدان ښار سره تړلې وه، نړول شوی دی.
د میدان وردګو والي، مظفرالدین یمین په دې اړه وايي:«هغو کسانو چې دا پل یې الوزولی دی پېژندل شوي دي، خو نه غواړو چې د تاوتریخوالیو کمښت لپاره یې پر وړاندې عملیات وکړو.»
افغان حکومت او طالبان په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمښت بهیر د عملي کېدو له څرنګوالي خوښ ښکاري. که د تاوتریخوالي د کمښت اووه ورځې په بري پاي ته ورسیږي تمه کیږي چې درې ورځې وروسته په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شي.
سیاسي فعال، حسن حقیار په دې اړه داسې وايي:«څنګه چې تمه کېده دواړه لوري د تاوتریخوالیو کمښت لپاره خپلو ژمنو باندې ولاړ دي او هیله ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسلیک شي.»
د تاوتریخوالي د کمښت طرحې د عملي کېدو له پيل راهیسې په هلمند، کندهار، ارزګان، بلخ، کاپیسا، سمنګان، زابل، فراه، غزني، لوګر او لغمان ولایتونو کې د امنیت ضد پیښې شوې دي.