Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تخار رستاق ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو

د تخار د والي ویاند، جواد هجري وايي، د رستاق ولسوالۍ امنیه قومندان، ډګروال محمدعمر ژوند بایلود.

ښاغلي هجري زیاته کړه چې ډګروال محمد عمر نن(دوشنبې د مرغومې په لسمه نېټه) د تخار په مرکز تالقانو ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله ووژل شو.

دی زیاتوي چې ماین په یوې کرولا ډوله موټر کې چې قومندان عمر په کې سپور وو، نښلول شوی وو.

تر اوسه پورې د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

د تخار ولایت سیمه‎ییز چارواکي تاییدوی چې د رستاق ولسوالۍ امنیه قومندان د یوې چاودنې له کبله ژوند بایلود.

شریک یي کړئ