Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تخار په تالقانو کې د چاڼیزو عملیاتو پیل

د هېواد ملي دفاع وزارت د تخار په مرکز تالقانو کې د چاڼیزو عملیاتو د پیل خبر ورکړ.

د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې چهارشنبې(د تلې په ۱۰مه نېټه) وايي، کمانډو ځواکونو د تالقانو او خواجه غار ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې چاڼیز عملیات پیل کړي او وسله‎والو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

بلخوا د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند، خلیل اسیر هم وايي چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو مرستیالان همدا اوس په دغه ولایت کې د ملي امنیت له رئیس سره په ګډه د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ او قومانده بوخت دي.

د تخار مرکز له دریو ورځو راهیسې د طالبانو تر بریدونو لاندې دی، راپورونه وايي تر دې دمه د تالقانو له جګړې څخه تر دېرشو زیات مړي او ۴۰ ټپيان ولایتي روغتون ته رسېدلي دي.

همدا راز له خواجه غار او بهارک ولسوالیو څخه د یو زیات شمېر کورنیو د کډه کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې اوسمهال له کابل د کورنیو او دفاع وزارتونو راغلي مرستیالان په دغه ولایت کې د ملي امنیت له رئیس سره په ګډه د امنیتي ځواکونو مشري کوي

شریک یي کړئ