د تخار ځايي چارواکو نن دوشنبې (د وږي په ۱۸مه) وویل چې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې کابو ۳۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
د تخار د والي ویاند محمدجواه هجري ادعا کوي چې دغه طالب اورپکي د تخار په ینګه قلعه کې ووژل شول او د طالبانو د لایزري قطعې مسوول مولوي عثماني، د وژل شویو په منځ کې دی.
هغه زیاته کړه چې طالبانو تېره شپه پر خواجه غار او ینګه قلعه ولسوالیو برید کړی و چې د دولتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شو.
هغه زیاته کړه چې دمګړۍ هم د دغو دوه ولسوالیو په شاوخوا کې ځای ځای جګړه روانه ده.
همدارنګه داسې رپوټونه خپاره شوي چې طالبان خواجه غار ولسوالۍ ته ننوتلي دي، خو د تخار د والي ویاند هغه نه تاییدوي.
د تخارد والي ویاند په وینا په دغو نښتو کې دولتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
په دې اړه مو اندونه