د تخار ځايي چارواکو نن سېشنبې (د وږي په ۱۹مه) د دې پخلی وکړ چې د دغه ولایت ینګي قلعه ولسوالۍ ځینې برخې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري وايي چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي څو دا ولسوالۍ بېرته له طالبانو ولکه کړي.
په دغې ولسوالۍ کې له دوه ورځو راهیسې، د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
ښاغلی هجري وايي چې په دغې نښته کې تراوسه د طالبانو د یوه قومندان امامالدین په ګډون ۲۸ طالب اورپکي وژل شوي دي.
هغه زیاتوي چې په دغې ولسوالۍ کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په پار امنیتي ځواکونو شاتګ کړی دی.
د تخار د والي ویاند همدارنګه ټينګار وکړ چې د ولایت له مرکزه دغې ولسوالۍ ته مرستندویه ځواکونه استول شوي او د دغو ځواکونو له رسېدو سره، وضعیت به بدلون وکړي.
هغه په دغې جګړه کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.
بلخوا طالبان بیا وايي چې دا ولسوالۍ یې نیولې ده او په نښته کې یې یو ډېر شمېر امنیتي ځواکونه وژلي دي.