Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تخار یوې مدرسې کې چاودنې د ۷ زده کوونکو ژوند واخیست

د تخار یوې مدرسې کې د چاودنې له کبله د مدرسې اوو زده کوونکو ژوند بایللی او اووه نور ټپيان دي.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند، خلیل اسیر وايي چې پېښه نن(پنجشنبه د غبرګولي په ۲۹مه نېټه) د اشکمش ولسوالۍ کې د راکټ سر چاودنې له کبله شوې او په تړاو یې څېړنې پیل شوې دي.

سیمه ییز چارواکي وايي چې د چاودنې څرنګوالي په موخه کاري دلې سیمه کې کار کوي، دا چې دغه چاودنه څه ډول رامنځته شوې ده، څرګنده نه ده.

سیمه ییز چارواکي وايي چې پېښه کې اووه تنه نور د مدرسې زده کوونکي ټپیان شوي هم دي

شریک یي کړئ