د ولسي جرګې غړو نن (دوشنبې د مرغومې په ۹مه) د دغې جرګې عمومې غونډې ته د ملي تدارکاتو ادارې رییس د پېر په پنځو تړونونو کې د فساد د تور او همدارنګه د ځينو نورو بنسټونو په تدارکاتو کې د ستونزو له امله را وباله.
د ملي تدارکاتو ادارې رییس په خپل کار کې هر ډول فساد ردوي او وايي چې ځينې حکومتي چارواکې او فاسد شرکتونه غواړي د خپل کار ستونزې د تدارکاتو پر ادارې واچوي.
د ملي تدارکاتو د ادارې رییس الهام عمر هوتکي په دې اړه زیاته کړه:«شرکتونه او لوړپوړي او ټيټ پوړي فاسد چارواکي چې ستاسو پوښتنو ته ځواب نه لري ټول بار د تدارکاتو په اوږه اچوي.»
د تدارکاتو پر ملي ادارې د ولسي جرګې د یو شمېر غړي له څو ورځینو نیوکو وروسته د دغې ادارې رییس نن ولسي جرګې ته د ځواب ویلو لپاره راغلی.
د ولسي جرګې غړی همایون هریرود وايي:«د ملي تدارکاتو ادارې پروژې د ولسمشرۍ عملیاتي واحد ته د تخنیکي وړتیا او تخنیکي معیارونو او نورو موردونو په پام کې نیولو څخه پرته ورکړي دي.»
د ولسي جرګې بل غړی عبدالقادر قلات وال هم وویل:«د نفتو ځينې داسې تړونونه شته چې د وارد شویو ټنو شمېر یې ۵۰ دی رسېدلي ۱۰۰ دی.»
ښاغلی هوتکي وايي که د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه نه دي توانېدلي افغان ځواکونو ته سون توکي ورسوي، د دوی خپله ستونزه ده ځکه چې دغه ادارې ځانګړي صلاحیتونه لري.
د تدارکاتو د ملي ادارې رییس زیاتوي:«شپږ میاشتې مخکې موږ بیړنیو تدارکاتو کړنلاره منظوره کړه، وروڼو کله چې بیړنۍ حالت درباندې راځي تدارکاتو ته مه راځئ تاسې د دغه هېواد اردو او سرتېري یاست د خوار او غریب اولاد مرګ ته مه برابروئ.»
د تدارکاتو د ملي ادارې رییس وايي جیوکیم شرکت چې له۲۰۰۹ تر ۲۰۱۴ کال پورې یې د وارداتي تېلو د آزمویلو تړون درلود، هېواد یې وران کړی او اوس له ټي سي آر سي شرکت سره دغه قرارداد شوی دی.
ښاغلی هوتکي وايي:«په ۲۰۰۹ز کال کې د تېلو د کیفیت ټيسټ د جیوکم په نوم له یوې کمپنۍ سره تړون شوی و، هغه هم د انسا ادارې له خوا چې هېواد یې در په دره کړ.»
ښاغلی الهام همداراز د کرنې وزارت کابل ته د چابهار له بندره د هند د مرسته شویو غنمو په لېږدولو کې په ناغیړۍ تورنوي.
د تدارکاتو د ملي ادارې رییس الهام عمر هوتکي زیاتوي:«موږ خپله ارزونه وکړه په منځ کې دوه کمپنۍ سره خپلې دي همدا چې راغلي د کرنې وزارت په خپل لاسلیک دغه پنځه شرکتونه موږ ته معرفي کړي دي.»
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني هم وايي:«نورم اسټنډرډ د سوداګرۍ له ویزیر د تدارکاتو له رییس صاحب سره غواړو او همدارنګه د کرنې وزیر صاحب یوه ګډه غونډه جوړوو څو ملامت او سلامت معلوم شي.»
له دې سره سره د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي د ننه په ملي شورا او بهر کې ځینې کړۍ د ملي تدارکاتو ادارې پرخلاف دسیسې جوړوي.
د ولسي جرګې د دغو غړو په وینا د تدارکاتو ملي اداره نه ده توانېدلې چې د مافیا او فساد کوونکو زورواکو مخه ونیسي.