Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترهګرو ډلو لخوا د ماشومانو له ناوړه استفادې اندېښنې

دکابل پوهنتون د اوراپوهنې پوهځني یک شنبې (د تلې په ۲۸مه نېټه) «وسله والو ډلو سره د ماشومانو یو ځای کېدل غیرقانوني دي» تر نامه لاندې ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته کې چې د کابل پوهنتون استادانو، محصلینو او د ماشومانو د حقونو فعالانو ګډون کړی وو، افغانستان کې د ماشومانو حالت د اندېښنې وړ بولي او وايي ډېر شمېر ماشومان د ترهګرو ډلو لخوا د ناوړه ګټې پورته کولو له ګواښ سره مخامخ دي.

د کابل پوهنتون د ارواپوهنې یو شمېر استادان څرګندوي چې اوس مهال هېواد کې ترهګرې ډلې له ماشومانو په ترهګریزو بریدونو کې کار اخلي.

دوی  خبرداری ورکوی چې که له ماشومانو په ترهګرو ډلو کې د ګټنې مخنوي ونشي نو ناوړه پایلي به ولري.

د کابل پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي رییس، ستار الدین صدیقي په دې اړه وايي:« د هېواد ناخوښ حالت ته په کتو سره که نن کوم ماشوم له ښوونځي محروم دی، تاسې یې راتلونکی څنګه وینئ؟ طبعآ کل چې نوی ځوان کېږي، له ډېرو ستونزو سره به مخامخ وي او د حکومت د مخالفانو ښکار کېږي.»

د کابل پوهنتون استاده، منیژه رامزي زیاتوي:« د ماشومانو قضیو په تړاو دې سطحي عمل ونشي، د ماشومانو قضيو ته دې جدي پام وشي او هغو پالیسیو کې چې وسله والو سره د ماشومانو د یوځای کېدو مخه نیسي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت یې باید له نورو بنسټونو سره همغږۍ کې پلې کړي.»

ورته مهال د کابل پوهنتون د زدکړیالانو یوه ډله وسله والو سره د ماشومانو د یوځای کېدو د مخنیوي لپاره کار کوي.

دوی هڅه کوي چې د نندارو په ترسره کولو سره ماشومان ښوونځیو ته د تګ لپاره وهڅوي.

ټاکل شوې د ټولنیزو مرسته رسوونکو یوه ډله چې ډیری یې نجونې دي د کابل پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي په همکارۍ په دې برخه کې کار وکړي.

د کابل پوهنتون محصله، زهره ماندګاري وايي:« ماشومان زیانمنونکې دي، ځکه دوی ته هېڅ پام نه کېږي.»

د کابل پوهنتون محصله، رزما زماني زیاتوي:« موږ ډېره هڅه کوو تر څو د اوسني حالت مخه ونیسو.»

په وروستیو کلونو کې جګړو افغانانو ته ډیر زیانونه رسولي دي، خو د ځینو څیړنو له مخې په دغو جګړو کې زیات شمیر ماشومان هم قرباني شوي او یو شمیر یې آن په رواني ناروغیو اخته شوي دي. 

په کابل پوهنتون کې ناسته د ملګروملتو له ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) په همکارۍ برابره شوې وه.

شریک یي کړئ