Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تلې ۲۹مه د ازبیکي ژبې ملي ورځ وپېژندل شوه

ولسمشر غني د افغانستان د ازبیکانو د ځینو فرهنګي او ټولنیزو بنسټونو له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې، د تلې میاشت ۲۹ مه یې د ازبیکي ژبې د ملي ورځې او په کابل کې ازبیکي او ترکمني ژبې یو مرکز جوړول منظور کړل.

ښاغلي غني افغانستان یې د ازبیکي ژبې زانګو وباله.

هغه وویل:«هېر نه کړئ چې افغانستان د ازبیکي ژبې زانګو ده. امیر علي شیر نوايي په کوم ځای کې پيدا کوو. ګوهر شاد بېګم چېرته پیدا کوو. مسعود عزنوي چې په ازبیکې یې شعر وایه او لیکه، په کوم ځای کې پيدا کوو.»

ښاغلي غني په افغانستان کې د سوداګرۍ پراختیا ته د مرکزي اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه د ازبیکستان او ترکمنستان اهمیته په نغوتې سره وویل چې افغانستان د مرکزي او سوېلي اسیا د نښلون ټکی دی او ازبیکي او ترکمني ژبې باید له هغو هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا لامل وي.

ورته مهال د دغې غونډې ګډنوال وايي چې په تېرو کلونو کې ازبیکي ژبې ډېر زیان لیدلی دی.

د کتاب بنسټ رییس عزیز الله ارال وویل:«دا چې ازبیکي ژبه او کلتور په هېواد کې ښه مخینه لري، خو له بده مرغه د اږدو کلونو په لړ کې هېواد کې په قصدي او غیر قصدي توګه بېلابېلو حاکمو شرایطو څخه اغېزمنه شوې او د ازبیک ټولنه کې یې پراخې اندېښنې رامنځته کړې وې.» 

ښاغلي غني کابل کې د ازبیکي او ترکمني ژبو د ملي مرکز جوړولو لپاره د د ازبیک فرهنګي او ټولنیزو بنسټونو غړو وړاندیز منظور کړ.

شریک یي کړئ