Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د تېرې شپې د ډزو ډېری عاملان امنیتي ځواکونه دي

د کورنیو چارو وزارت وایي په کابل کې د جمعې په شپه د هوايي ډزو ډېری عاملان امنیتي ځواکونه دي.

دغه وزارت زیاتوي د دې پېښې یو شمېر عاملان د نفوذ لرونکو کسانو ساتونکي دي.

له دې مخکې هم د لوبغاړو په بریا سره د پلازمېنې په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې خپل سري هوايي ډزې کېږي.

دغې پېښې ډېری کابل ښاریان وېرولي او وايي، دوی فکر کاوه چې د پلازمېنې ځينې برخو ترهګرو بریدونه وکړل.

صالح احمدي وايي هغه مهال چې د خپلې کورنۍ سره يې خپلوانو کره روان وه هغه څه چې په لاره کې پر دوی تېر شوي داسې کسیه کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی صالح احمدي په دې اړه څرګنده کړه:«تر یوه کومه بریده چې مې غوښتل موټر مې په ګوښه کړ او ټول ماشومان مې له موټره کوز کړل او په یوه امن ځای کې ځان خوندي کړو.»

د کابل ښار اوسېدونکې مرسل وايي:« په هغه وخت کې چې څوک له کاره راتلل او دا پېښې د دې لامل کېدې چې په لاره کې بند پاتې شي، ماشومان دي چې زیان ویني.»

د دې پېښې په غبرګون کې د ټولنیزو شبکو کارونکو هم غبرګون ښودلی خو هم مهاله د کورنیو چارو د وزیر پر پاڼه د لوبغاړو د بریا ستاینه وشوه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت له خوا د کابل ښار امنیتي پلان اعلان شو؛ هغه پروګرام چې د هغه پر بنسټ، ټاکل شوې ده د هر ډول ترهګریزې پېښې او د جمعې شپې په څېر موردونو مخنیوی وشي.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخیل په دې اړه وايي:« ډېر د افسوس ځای دی چې په لوړ مقام کې، د کورنیو چارو په وزارت او نورو ځایونو کې، د امنیتي پلان په اړه، داسې تبلیغات کوي چې ګواکې له نن څخه وروسته، کراره کراري کېږي او نور به په کابل ښار کې یو ټک هو ونه شي؛ خو په سبا یې داسې حالت وینو چې ښيي نه حکومت شته او نه دا واک کري او نه غواړي د څه شي مخه ونیسي.»

دغه راز، کورنیو چارو وزیر د دې هوايي ډزو په تړاو د پنځو کسانو د نیولو خبرو ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه څرګنده کړه:«هغه ډزې چې شوې دي، ډېری هغه وسلې دي چې یا قانوني جواز نه‎لري او یا د امنیتي ځواکونو دي او یا هم د امنیتي چارواکو ساتونکي دي.»

له دې مخکې ویل شوي دي په وروستیو کلونو کې په ټول هېواد کې لږ تر لږه ۱۹ زره وسلې وېشل شوي دي خو له دې څخه یوازې د ۴۵ زره وسلو د ګرځولو د جواز کارتونه تمدید شوي دي، چې د وسلو ګرځولو تازه جواز سره باید ټول کارتونه هم نوي شي.

شریک یي کړئ