Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تېرې ورځې برید؛ له یوه پولیس پرته ټول وژل شوي کسان ملکیان دي

د ټولګټو وزارت، معلولانو او شهیدانو معینیت کارکوونکي وايي چې د دغه برید ډېری قربانیان د بریدګرو په ډزو کې وژل شوي دي.

دغه کارکوونکي زیاتوي چې ډېری وژل شوي کسان تحصیل کړي ځوانان دي.

د دغو قربانیانو د یوه تن پلار روغتون ته راغلی ترڅو د خپل ۲۵ کلن زوی مړی چې د ټولګټو وزارت د مالي چارو سلاکار و کور ته ولېږدوي. 

نوموړی سلیمان عمر نومېده او په هند کې یې د سیاسي علومو په څانګه کې ماستري اخیستې وه.

د سلیمان عمر له خپلوانو مسعود وايي:«د زده‎کړو هم دروه مې و، ملګری مې و، په یوه اتاق کې وو په یوه پوهنتون کې مو زده کړه کوله خو له بده مرغه چې هغه یې تېره ورځ په مو د دغو بې دینو په برید کې له لاسه ورکړ.»

د سلیمان عمر بل خپلوان شعیب وویل:«داشان بریدونه او د انسانانو وژل د دې ښودنه کوي چې هغوی له انسانیت سره دښمني لري چې له هېڅ ټولنیز، شرعي او دیني معیار سره نه جوړېږي.»

د ټولګټو وزارت د تقاعد برخې د ارزونې مدیر عبدالمبین د برید پرمهال په وزارت کې و.

هغه وايي:«زره دروازه یې په راکټ وویشته او چپه یې کړه، موږ ټول تیت شوو زه بالکن ته ولاړم او پټ شوم، دوه تنه دننه دفتر ته راغلل او وې ویل چې لایټر راوړه، دفتر ته یې اور ورته کړ.»

د معلولانو او شهیدانو د معینیت کارکوونکی عبدالجلیل هم وویل:«پاس راغلل او دروازې یې په ډزو ویشتې او هر څوک چې مخې ته ورتل په مرمۍ یې ویشتل.»

عبدالعزیز وايي زوی یې چې پولیس و د ټاکنو په ورځ یې په میدان وردګو ولایت کې له لاسه ورکړ او د هغه د اداري کارونو لپاره د شهیدانو او معلولینو چارو معینیت ته ورغلی خو د بریدګرو لخوا ټپي شو.
 
عبدالعزیز زیاته کړه:«د معلولانو او شهیدانو معینیت د ۱۱۹ سکرتریت سره ولاړ وم چې له لاندې راغلل مخې ته یې چې هر څوک ورتلل ډز یې کولې یوه مرمۍ مې په اوږه ولګېده او بله مې له غوږ سره تېره شوه.»  

ذکر الله وايي له خپلو دوو وروڼو سره یې په مکرویانونو کې سبزي پلورله چې نوموړی ټپي شو.

د دې برید په ټپيانو کې یو شمیر میرمنې هم لیدل کېږي.

د ټولګټو وزارت کارکوونکې روح افزا عاطف وویل:«په هغه دفتر کې چې موږ وو یوه زه او یوه بله نجلۍ چې ولېده ټپيان شو.» 

ډاکټر محمد موسا ظاهر هم څرګنده کړه:«دغه روغتون ته درویشت ټپیان راوړل شوي وو چې اوه یې مېرمنې وې چې اوس ۸ ټپیانې پاتې دي او نور رخصت شوي دي.»

د معلولانو او شهیدانو د معینیت فني مرستیاله جمیله نورستاني وايي:«زمو ادارې د شهیدانو او معلولانو لپاره کار کاوه، یعنې دوی هغه کسان دي چې دفاع کوونکي دي، خو له بده مرغه چې موږ هم په نښه شو او زموږ ډېری همکاران قرباني شول او احصاییه موږ ته ښيي چې تراوسه ۳۵ تنه وژل شوي دي.»

د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته لومړی بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د فوایدعامې وزارت په دروازه کې وچاوداوه او وروسته دغه وزارت ته ننوتل او ډزې یې پیل کړې.

شریک یي کړئ