Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"د تېر کال په پرتله د دولتي ځواکونو عملیاتو زیاتوالی موندلی"

که څه هم کابل او واشنګټن په پرله پسې توګه له طالبانو څخه د تاوتریخوالو د کمېدو غوښتنه کړې ده، خو د افغانستان امنیتي ادارې وایي چې طالبانو لا هم د تاوتریخوالي کچه نه ده ټېټه کړې.

د طالبانو د بریدونو له دوام سره همهاله دولتي ځواکونو هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی. داسې چې د ملي دفاع وزارت وایي په وروستیو دوو میاشتو کې د ملي اردو ځواکونو عملیات د تېر کال د ورته وخت په پرتله د پام وړ زیاتوالی لرلی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي:«د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات دوام لري او دښمن ته درنه مرګ ژوبله رسېدلې ده.»

بلخوا د کورنیو چارو وزارت وایي چې دولتي ځواکونو په تېرو څه کم اتو میاشتو کې دوه زره او ۳۲۱ ګډ عملیات تر سره کړي چې د دغو عملیاتو شمېر د تېر کال په ټولو ۱۲ میاشتو کې تر دوه زرو کم وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل:«سږ کال د افغانستان د خلکو د دښمنانو پر ضد له دفاعي ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو زیاتوالی موندلی او په دغه کال کې د هر بل کال په پرتله دښمن ډېر ځپل شوی دی.»

بل خوا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګر وروستی رپوټ د ۲۰۱۹ز کال د اپریل له لومړۍ د جون ۳۰ مودې په پرتله د همدغه کال د جولای له لومړۍ د سپټمبر تر دیرشمې پورې د هوایي ځواکونو په الوتنو کې د ۱۹سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.

اخوا د هلمند ولایتي شورا غړي له افغان حکومته غواړي چې د هلمند په ټولو برخو چاڼيز عملیات ترسره شي څو بې ځایه شوي خلک بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

د هلمند د ولایتي شورا رییس عطاءالله افغان په دې اړه وویل:«په ټول هلمند کې باید چاڼیز عملیات ترسره شي، څو ټولې هغه برخې چې خلک له هغو ځایونو بې ځایه شوي بېرته ستانه شي.»

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې ۲۰۱۹ز کال د جون میاشتې له لومړۍ نېټې تر ۳۱ نېټې پورې د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیاته شوې ده. خو امنیتي او دفاعي ادارې دا خبره ردوي.

 د پامیر ۲۱۷ قول اردو قوماندان نبي‌ الله میرزايي څرګنده کړه:«امنیتي او دفاعي ځواکونو به کندوز ولایت کې په دې پرېکړه وکړه چې موږ په کندوز ولایت کې پراخ عملیات پیل کړو، څو وکړای شو دښمن ته ګوزار ورکړو.»

په سړو ولایتونو له هغې ډلې په بدخشان، بغلان او فاریاب ولایتونو کې د هوا له سړېدو سره د طالبانو د بریدونو په اړه خبر ورکول کېږي، خو په دغو سیمو کې د امنیتي چارواکو په وینا د طالبانو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو عملیات زیات  شوي دي.

ملي دفاع وزارت وایي چې په دوه وروستیو میاشتو کې د مخالفو وسله والو ډلو په وړاندې د دولتي ځواکونو عملیات د تېر کال د ورته وخت له پرتله سره زیاتوالی موندلی.

شریک یي کړئ