Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د سرپل ولایت لپاره سرپرست وګوماره

د عبدالله عبدلله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې، نن (شنبې د کب په ۳مه) د سرپل د ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني یې د دغه ولایت د سرپرست په توګه معرفي کړ.

د دغې ټاکنیزې ډلې پلویانو، د سرپل ولایت په ودانۍ کې له راغونډېدو سره د ولسمشر غني عکس یې هم له دغه ولایت څخه ښکته کړی دی.

له دې سره هم مهاله د پنجشېر والي کمال الدین نظامي هم نن په یوې خبري غونډه کې وویل چې له دې وروسته په دغه ولایت کې د محمد اشرف غني حکم د تطبیق وړ نه دی.

د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې هم د دغې ډلې ځينو پلویانو له نڅا سره د هغه څه چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د عبدالله عبدلله بریا یې ګڼي جشن ونیو.
 
بلخوا له بغلان ولایت څخه هم داسې خبرونه رارسېږي چې د بغلان ولایت لپاره د خپلو والیانو د معرفي کولو لپاره د ټاکنیزو ډلو هڅې بې پایلې پاتې دي.

د بغلان اوسېدونکي وايي چې د پلخمري ښار د شنبې له سهار وختي راهیسې په یوه پوځي ښار بدل شوی دی.

دا په داسې حال کې چې، تر دې مخکې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په جوزجان کې په یوې ناسته کې د عبدالله عبدالله له لوري د هغه په وینا د ټول ګډونه حکومت د جوړولو له پرېکړې ملاتړ کړی و.

له دې ټولو سره سره، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د دولتي چارواکو د ځای پر ځای کولو له امله اندېښنه ښودلې ده.

دغه استازولۍ زیاتوي په داسې حال کې چې، د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅې دوام لري؛ نو غیرقانوني کړنې به سولې ته د رسېدو په برخه کې د خلکو هیلو ته زیان وروسوي.

یونما، له ټولو لورو وغوښتل چې له زغمه کار واخلي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

شریک یي کړئ