Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ثبات او همپالنې ډلې د دویم شمالي ولایت لپاره سرپرست معرفي کړ

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې نن (یکشنې د کب په ۴مه)د جوزجان د ولایتي شورا غړی عبدالحی حیات یې د دغه ولایت د سرپرست په توګه معرفي کړ.

د ملي جنبش ګوند ویاند وايي چې دغه ګوند د ډېرو شخړو د رامنځته کېدو د مخنیوي په پار د والي معرفي کولو مراسم د جنرال دوستم په ماڼۍ کې ترسره کړل.

د ملي جنبش ګوند ویاند، بشیر احمد ته ینج په دې اړه وايي:«د ادارو رییسان، د امنیه قومندان او د ادارو مسوولین د عبدالله عبدالله لخوا مو غوښتنه دا ده چې د والي سره همکار واوسي او له والي سره د خلکو ستونزې هوارې کړي. دا هم وایوو هر رییس چې سرغړونه کوي بیا د هغې پر وړاندې پرېکړه وکړو.»

خو د ولایت ودانۍ له دوو ورځو راهیسې د دولتي ځواکونو تر ادارې لاندې ده چې چا ته دغې ودانۍ ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې لخوا د جوزجان لپاره معرفي شوی والي، عبدالحی حیات وايي:«هر وخت د ولایت دروازه ستاسو (د جوزجان اوسېدونکو) پرمخ پرانیستې ده. هر کار چې لرې له ما سره یې شریک کړئ.»

د جوزجان ولایت ځينې اوسېدونکي د هېواد اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بولي او له سیاسي مشرانو غواړي بې له ځنډه خپلو اختلافات پای ته ورسوي.

د جوزجان اوسېدونکی، وايي:«موږ عدالت غواړو، هر څوک چې وي، هېواد کې سوله راولي، هغه زموږ ولسمشر دی.» 

بل اوسېدونکی زیاتوي:«دا ظالمان ولې داسې کوي، نن ټول دوکانونه بند وو، خلک وږي او تږي دي، کار نشته.»

له بلخوا د پلخمري اوسېدونکي وایي دغه ښار له دوو ورځو راهیسې د زیات شمېر پوځیانو د ځای پرځای کېدو له امله په یوه پوځي ښار بدل شوی دی.

د بغلان اوسېدونکی، عبدالباري «مخکې مې غوښتل چې معارف ریاست ته ولاړ شم، خو مسوولینو راته وویل چې اوس لارې بندې دي، تر هغې چې چارواکي وټاکل شي. دا د خلکو لپاره ستونزه ده چې لارې بندې دي.»

د بغلان اوسېدونکی، تمیم وايي:«کله چې موږ پر لاره ځو موږ پولیس نه پرېږدي، موږ وېرېږو، موږ غواړو چې زموږ ښار کې سوله واوسي، نه غواړو چې جګړه واوسي.»

په پلخمري ښار کې ډېری دولتي ادارې د پوځیانو د ځای پرځای کېدو له امله تړلې دي.

د بغلان ولایت سرپرست، محمد بدیم نیازی په دې اړه وايي:«هر چا چې د ټاکنو نه رایې ترلاسه کړې وې، او خلکو ټاکلی وي، موږ به یې تر امر لاندې وو، مرکزي حکومت شته دی، هر څوک چې مکتوب راوړي له هر ځایه، دا د دوی کار دی، خو مرکزي حکومت شته دی.»

د بغلان امنیه قومندان، ویس صمیمي «د دغه ولایت څوارلس اداري واحدونه د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، او موږ دوی د خلکو امنیت تامین لپاره هڅې کوي.»

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د شنبې په مازدیګر په شبرغان ښار کې له جنرال عبدالرشید دوستم سره وکتل خو تراوسه د دغې کتنې جزیات نه روښانه شوي.

دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونو د جوزجان ولایت ودانۍ امنیت لپاره ځانګړې تابیاوې نیولې دي.

شریک یي کړئ