د سیاسي چارو د شنوونکي جاوېد کوهستاني پر کور د ناپېژاندو وسله والو برید ناکام شو.
ښاغلي کوهستاني له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې د دوشنبې پر ماښام د کابل په اولسمه حوزه کې څو تنو ناپېژاندو وسلهوالو غوښتل ترڅو د هغه پر کور برید وکړي،خو موخې ته له رسېدو مخکې د سیمې له خوا وپېژندل شول.
ښاغلي کوهستاني د ملي یووالي له حکومت څخه وغوښتل ترڅو د کابل ښار امنیت ټينګ کړي.
د کابل پولیسو د دغې پېښې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
په یوې وروستۍ میاشت کې دا دویم برید دی چې دسیاسي چارو پر شنوونکو کېږي.
له دې وړاندې ناپېژاندو وسلهوالو په کابل ښار کې د سیاسي چارو په شنوونکي پر احمد سعیدي ډزې وکړې چې په پایله کې یې د سر په ناحیه کې یې ټپ پورته کړ.