Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جاپان سفارت له ټاکنیز بهیر سره کابو ۱۳ مېلیون ډالره مرسته وکړه

نن چهارشنبې د (کب ۲ مه)په کابل کې د جاپان سفارت د ټاکنو خپلواک کمېسیون له رییسانو او د ملګرو ملتونو د منشي له ځانګړي استازي سره د یوې غونډې په ترڅ کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د تر سره کېدو په موخه ۱۳مېلیونه او سل زره امریکايي ډالره مرسته وکړه.

په کابل کې د جاپان سفیر میستوجي سوزو سکا په دې اړه وویل:« د جاپان حکومت او خلک هغو مرستو ته ژمن دی چې په نړیوالو غونډو کې یې له افغانستان سره ژمنه کړې او جاپان به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»

تمه کېږي چې دغه مرستې د ټاکنیزو کمېسیونونو د ظرفیت لوړونې او روڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د یو ان دي پي له خوا ولګول شي.

کابل کې د امریکا د پراختیايي ادارې سرپرست ناپلیون ناوارو وايي:« موږ باور لرو چې په افغانستان کې ټاکنې د ولسواکۍ لپاره یوه جدي اړتیا ده او زموږ دنده دا ده چې له دغه بهیر څخه ملاتړ وکړو.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه غواړي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو ټاکنې په ټاکلي وخت ترسره کړي. دغه راز، ملګري ملتونه له د جاپان له دغو مرستو هرکلی کوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ټدامیچي یاماموتو د دغو مرستو په اړه څرګنده کړه:« په افغانستان کې دغه مرستې د ټاکنو ترسره کېدو او ولسواکۍ سره مرسته کوي او تمه لرو چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره زمینه برابره وي هغه چې د افغانستان د راڼه راتلونکي تضمین دی، پر ټاکلې موده به ټاکنې ترسره کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دغو کمېسیونونو کې د پراخو اصلاحاتو د راستو ژمنه کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد وايي:«دا مرستې به له موږ سره مرسته وکړي ترڅو په افغانستان کې رڼې او ټولیزې ټاکنې ترسره کړو، هغه ټاکنې چې زموږ خلکو او نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ وي.»

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس عبدالعزیز اریايي هم په ډاګه کوي:«هیله ده چې دغه مرستې ټاکنیزو کمېسیونونو او په افغانستان کې د ټاکنو د بهیر د ترسراوي لپاره د مرسته کوونکو بنسټونو له خوا دوام پیدا کړي ترڅو زموږ خلک د رڼو ټاکنو په ترسراوي باوري شي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر بنسټ تمه کېږي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د راتلونکي لمریز کال د چنګاښ په ۱۶مه نېټه ترسره شي، خو د رپوټونو له مخې دغه ټاکنې به له ټاکلې موده هم دری میاشتې وځنډېږي.

شریک یي کړئ