Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جرګې پرېکړو په وړاندې غبرګونونه: 'قاتلین دې ازاد نه شي'

د جرګې د قربانیانو ځينې کورنۍ چې خپل عزیزان یې په جګړو او یا هم ترهګریزو بریدونو کې له لاسه ورکړي، د لویې جرګې له خوا د بندیانو د ازادولو د تایید په غبرګون کې وايي چې د «وژونکو» له خلاصون سره به پایداره سوله تامین نه شي.

د سولې درې ورځنۍ مشورتي لویه جرګه نن د خپل کار په پای کې تایید کړه چې د طالبانو ۴۰۰ جنجالي بندیان چې د قتل، انسان تښتونې او له اخلاقي جرمونو بندیان وو، ازاد شي.

د ۱۳۹۶ لمریز کال د غبرګولي میاشتې پر سهار د کابل ښار په زنبق څلور لار کې له چاودېدونکو توکو د ډک ټانکر چاودنه وشوه چې نژدې سل تنه یې ووژل او شاوخوا شپږ سوه تنه نور یې ټپیان کړل.

په دغې زړه بوږنونکې چاودنه کې جمعه خان خپل تر ټولو کشر زوی څلرویشت کلن عزیز نوين له لاسه ورکړ.
 
د عزیز نوي پلار جمعه خان حیدري په دې اړه وویل:«دا څلور سوه طالب بندیان بهرنیان دي. ټول د حقاني شبکې غړي دي. د هغوی له ازادولو سره که چېرې واقعي سوله راتلله ویل کې خیر دی، ازاد دې شي! خو واقعي سوله چې خلک ارامښت ته ورسېږي، د دغو بندیانو له خلاصون سره به هم را نه شي.»

د خپل زوی د زیات ویر له امله د عزیز نوين د پلار د بدن ښۍ خوا فلج شوې او دی چې د ملي دفاع وزارت کارکوونکی و؛ اوس مهال کورناستی دی.

د عزیز نوین مور وایي چې دا د خپل زوی قاتلان هېڅکله نه بخښي ځکه دې خپل زوی په جګړې او نا امنیو کې په سختیو سره لوی کړی و.

د عزیز نوين ورور د څلور سوه طالب بندیانو خوشي کېدل د خلکو په حق کې لویه جفا ګڼي .

حکومت ویلي دي چې د څلور سوه طالب زندانیانو په ډله کې د  زنبق څلور لارې د درې کاله مخکې چاودنې په څېر د خونړیو پېښو عاملان هم شامل دي. ټاکل شوې چې دا بندیان ډېر ژر خوشي شي.

د سولې مشورتي جرګې مسوولانو ویلي دي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو له ډلې چې ټاکل شوې ازاد شي، ۱۵۶ تنه یې په اعدام محکوم دي، ۱۰۵ تنه یې په حق العبدي محکوم دي، ۳۴ تنه یې په انسان تښتونې، ۵۱ یې د نشه يي توکو پر قاچاق، ۴۴ تنه یې هم هغه بندیان دي چې د افغانستان په تور نوملړ کې شامل دي، شپږ تنه هم اخلاقي مجرمان دي او څلور تنو نور لا تراوسه جرم روښانه نه دی.  
 
حکومت دم ګړۍ ویلي دي چې د طالبانو د ۴۰۰ جنجالي بندیانو په مڼځ کې چې ټاکل شوې ازاد شي، د زنبق څلور لارې د چاودنې عاملان هم شامل دي.

شریک یي کړئ