د جمعیت اسلامي د پخواني مرستیال سید نورالله عماد پلویانو او د جمعیت اسلامي د اجرایي رییس عطا محمد نور پلویان په کابل کې د یوې غونډې په لړ کې سره ښکېل شوي دي.
د عطامحمد نور او د سیدنورالله عماد د پلویانو ترمنځ شخړه هغه وخت رامنځته شوه چې د نورالله عماد یو شمېر پلویانو د وینا په ترڅ کې د دغه ګوند پر مشرتابه غړو نیوکې وکړئ، خو ناڅاپه د غونډې یو شمېر برخوالو د عطامحمد نور په پلویتوب شعارونه ورکړل او ناسته ګډوډه شوه.
د جمعیت پخوانی قومندان خان محمد په دې اړه وویل:«سید نورالله عماد سپینږیری دی د جمعیت مرستیال وه جهاد یې کړی اتحاد او اتفاق وي باید رییس شي.»
د سید نورالله عماد زوی سید ابراهیم عماد هم څرګنده کړه:«اوس پوهېږي چې موږ دا توان پیدا کړی او دا خبیثه او معاملهګرې کړۍ د جمعیت په مشرتابه شورا کې دي واکپاله او کمونستان دي.»
د سیدنورالله عماد پلویان وايي اسلامي جمعیت به د دې ګوند د نوي مشر د ټاکلو لپاره د جمعیت کنګره جوړه کړي او د دغه ګوند غړي کولای شي ځانونه د ګوند د ریاست لپاره نوماند کړي.
د دغې غونډې یو تن ګډونوال په دې اړه وویل:«د جمعیت د ټولو څانګو څخه چې د پاشلو په حال کې دي غواړو چې د جمعیت د کنګرې په جوړولو کې هڅه وکړي.»
اسلامي جمعیت د روان کال په اوړي کي ۶۴ تنه د اسلامي جمعیت په مشرتابه شورا کې شامل کړل، د استاد برهان الدین رباني زوی صلاح الدین رباني د اسلامي جمعیت سرپرست دی او عطامحمد نور هم د دغه ګوند اجراییه رییس دی.