Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جنرال دوستم ۷ امنیتي ساتونکي د څېړنې لپاره محکمې ته حاضر شول

یوه امنیتي سرچینه طلوع نیوز ته وویل چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم ۷ امنیتي ساتونکي چې د افغانستان د ملي جنبش د پخواني مرستیال احمد ایشچي پر جنسي ځورونې تورن وو،د څېړنې لپاره سترې محکمې ته حاضر شول.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي:«د کورنیو چارو وزارت د دې پخلی کوي چې د هغو اوو ساتونکو څېړنې د سترې محکمې له خوا روانې دي چې په یوې پېښه کې په بدچلنۍ تورن وو.»

دا په داسې حال کې ده چې د سې‎شنبې په ورځ د جنرال دوستم د کور شاوخوا برخې د امنیتي ځواکونو له خوا کلابندې وې او دغه سیمې له معمولې کچې څخه د زیاتو امنیتي ځواکونو د حضور شاهدې وې.

خو ښاغلي دوستم د سې‎شنبې پر ماښام په یوې خبرې ناسته د خپل کور د کلابندي رد کړه او وې ویل چې نه پوهېږي چې امنیتي ځواکونه د څه لپاره د کابل په شیرپور سیمه کې حضور لري.

هغه همدارنګه وویل چې امنیتي ځواکونه د تره خېلو قوم او پولیسو ترمنځ د ستونزې له امله دغو برخو ته راغلي دي.

شریک یي کړئ