Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جنسي تېري۷ کلنه قربانۍ پر رواني ناروغۍ اخته شوې

په بدخشان ولایت کې ۷ کلنه جلۍ چې پرې ډله‎ييز جنسي تېری شوی وه، اوس‎مهال له رواني ناروغۍ سره لاس‎او ګریوان ده.

قربانۍ جلۍ وايي دوه شپې مخکې(دوشنبې د کب۳۰مه) کله چې په کور کې یوازې وه د ابوذر په نامه یو کس یې کورته راغی او د سترګو، لاسونو او پښو تر تړلو وروسته یې پرېد وکړ، او وروسته بې‎هوښه شوه.

یاده جلۍ زیاتوي: «مور مې باراز ته تلې وه، د ابوذر راغی، زما لاسونه او پښې یې وتړلې، او دروازه یې بنده کړه.»

د فیض‎آباد مرکزي روغتون ډاکټران وایي چې پېښه د دي ښار په پنځمه ناحیه کې شوې ده او قربانۍ جلۍ تر تېري وروسته څو ساعته په کوما کې وه.

ډاکټران وايي وروسته له عملیاتو او د وینو بهېدو مخنیوي وروسته یې حالت څه ناڅه ښه دی، خو د هر چا په لیدو چیغې وهې او ېريږي.

د بدخشان مرکزي روغتون د نسايي ولادي څانګې مسوؤله، هاجره بهارستاني څرګندوي: «اوس‎مهال ښه ده او عملیات یې ښه تېرو شول، خو کله چې موږ غواړو هغه معاینه کړو، نو وېريږي او چیغې وهي.»

د دې پېښې د عاملینو په نیونه کې په بدخشان ولایت کې خلک پر پولیسو نیوکې هم لری.

خو بدخشان ولایت جنايي مدیر، سیدمهرالدین انوري وايي: «زموږ څېړنې ښیې چې د قرباني جلۍ مور هم بېلابېلې خبرې کړې دي او موږ داسې فکر کوو چې له کوره څوک ورسره لاس لري، او موږ پرې شک لرو، خو اوس جلۍ ښه نه ده او کله چې موږ ورسره خبرې کوو، هغه وېريږي. وروسته له دې چې ښه شي نو موږ به خپلې څېړنې بشپړه کړو.»

دا په هېواد کې لومړۍ پېښه نه ده چې پر ماشومانو جنسي تېری کېږی، مخکې له دې هم په وار وار دې ته ورته پېښو راپورونه ورکړل شوي وو.

قربانۍ جلۍ وايي دوه شپې مخکې کله چې په کور کې یوازې وه د ابوذر په نامه یو کس یې کورته راغی او د سترګو، لاسونو او پښو تر تړلو وروسته یې پرېد وکړ، او وروسته بې‎هوښه شوه

شریک یي کړئ