Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جنسي ځورونې د دوسیو په څېړنه کې پر ناغېړۍ د حکومت تورنېدل

د بشري حقونو د څار بنسټ، پر افغان حکومت تور لګولي چې د جنسي ځورونو د دوسیو په څېړنه کې ناغېړي کړې ده.

دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، افغان حکومت لوګر ولایت کې د ماشومانو او د فوټبال ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورونې د د دوسیو په څېړنه کې پاتې راغلی دی.

د بشري حقونو څار بنسټ همدارنګه ویلي، هغو فعالانو چې لوګر کې پر ماشومانو د جنسي ځورونې له قضیې پرده پورته کړې، له یوې او بل لوري ګواښل شوي هم دي.

د بشري حقونو د نړیوال څار بنسټ د اسیايي څانګې مسووله پېټریشیا ګاسمن په دې اړه وویل:«له ډېرې مودې راهیسې افغانستان کې د جنسي تاوتریخوالي په واړندې قانوني چلند ستونزمن دی؛ خو ستونزه هغه مهال ډېرېږي چې د هغه عاملان، زورواکي واوسېږي.»

هغه زیاتوي:«دغه دوه دوسیې یعنې د لوګر په ښوونځیو کې ماشومان او د افغانستان د فوټبال فډراسیون کې ښځينه فوټبالرانې، د افغان حکومت لپاره یوه ازموینه ده»

دا په داسې حال کې ده چې د فوټبال فډراسیون د رییس کرام الدین کریم او د فډراسیون د مخکینیو غړو له لوري د ځينو ښځینه فوټبالرانو د جنسي ځورونو له تورونو شاوخوا یو کال و دوه میاشتې تېرېږي؛ خو لا هم دغه دوسیه وروستۍ شوې نه ده.

د بشري حقونو څارونکي په یوه راپور کې افغان حکومت یې له دې امله چې پر ښځینه فوټبالرانو د جنسي ځورونو تورن کسان یې لا تر اوسه نه دي نیولي، ناکامه بللی دی.

د ښځو چارو فعاله نیلوفر مرادي په دې اړه څرګندوي:«افغان حکومت وايي چې موږ کمېسیون جوړوو. او دا کمېسیون څېړنه کوي، دا د دې ښودونه کوي چې دوی سیاسي چلند کوي.»

د بشري حقونو د نړۍوال څار بنسټ په راپور کې همداراز راغلي چې، د لوګر سیمه ییز مسوولین د ښوونځیو د ځینو ماشومانو د جنسي ځورونو په اړه د ادعاوو د څېړنې د پای ته رسولو غوښتنه کوي او همداراز هغه مدني فعالین چې د دغې پېښې په اړه یې اطلاع رسونه کړې وه هم له ګواښونو سره مخ دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ په دې اړه زیاتوي:«لویه څارنوالۍ دې د جنسي ځورونې اسناد له موږ سره شریک کړي چې موږ د هغه پر مټ ښه څارنه وکړو.»

په دې منځ کې لویه څارنوالي بیا د بشري حقونو د څار بنسټ راپور ناسم بولي او وايي چې، په دواړو دوسیو کې پرمختګ شوی؛ خو هغه کسان چې، په لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونو د ادعاوو په اړه نیول شوي، د دغه ولایت د پوهنې ادارې پورې اړوند نه دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي هم وايي:«د افغانستان لویه څارنوالۍ ټولو پېښو ته د قوانینو په رڼا او د بشري حقونونو د ارزښتونو په رعایت سره رسېدنه کوي.»

له دې سره سره، د بشري حقونو د نړۍوال څار بنسټ له افغان حکومته غواړي چې، د عدالت ټینګښت لپاره، له قربانیانو او هغو کسانو چې په لوګر کې د ماشومانو او د ښځینه فوټبالرانو د جنسي ځورونو د ادعاوو په اړه اطلاع رسونه کړې، د ملاتړ لپاره په بیړنۍ توګه لاس په کار شي.

شریک یي کړئ