Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جنګي جنایاتو په نړیواله محکمه د جنګي مجرمینو د سزا غوښتنه

 ځینو کورنیو په کابل کې د ملګري ملتونو سازمان دفتر (یوناما) ته یو لیک استولی او له ملګرو ملتونو څخه یې غوښتي دي ترڅو د حزب اسلامي د جنګي جرمونه د جنګي جنایاتو په نړیواله محکمه کې وڅېړي.

 په همدې حال کې حزب اسلامي وايي چې دغه لیک د هغو کسانو له خوا چمتو شوی چې د سولې دښمن دي.

 زرغون بهیر چې دغه لیک چمتو کړی وايي چې یوناما ویلي چې دغه لیک د څېړنې په حال کې دی.

۴۸ کلنه افغان ګل چې د کابل ښار په یوه ښوونځي کې کار کوي، د عُمر په اوږدو کې یې ډېرې هسکې ټیټې لیدلې دي. خو وايي د کابل د تنظیمي جګړو پرمهال د هغې د ۱۲ کلن زوی وژل کېدو نوموړې ډېره غمجنه کړې ده.

د کابل اوسېدونکې افغان ګل وویل:«موږ د یوې هندو کورنۍ په حویلۍ کې وو.درې توغندي راغلل؛زوی او څو تنه ګاونډیان مو شهیدان شول.»

افغان ګل وايي چې د زوی وینه یې هېچا ته نه بخښي.

هغې زیاته کړه:«د بخښلو ځای نه دی. یوه زه وم چې قرباني ورکړه. په زرګونه کسان یې ووژل.»

افغان ګل هم په هغه لیک کې لاسلیک کړی چې په‎ کې له ملګروملتو سازمان څخه غوښتل شوي د حزب اسلامي لخوا ترسره شوي جنګي جرمونه د جنګي جرمونو په نړیواله محکمه کې وڅېړل شي.

دا لیک د زرغون بهیر په نوم ډلې لخوا چې امرالله صالح یې مشري کوي چمتو شوی دی.

د زرغون بهیر لوړپوړی غړی تیمور شاه بشار په دې اړ څرګنده کړه:«له بده مرغه د حکمتیار د بخښنې په معاهده کې چې د حکومت له خوا تأیید شوې، عدالت قرباني شوې دی.»

د ۱۹۹۲ زیږدیز کال د اګست میاشت د تنظیمي جګړو تر ټولو خونړۍ میاشت بلل کېږي. لکه څنګه چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګروملتو سازمان په رپوټ کې هم ترې یادونه شوې ده.

 په دې رپوټ کې راغلي د ۱۹۹۲ زیږدیز کال د اګست په لسمه له زرو تر ۲ زره توغندي پر کابل توغول شوي.

 د دې رپوټ پربنسټ د دغو توغندیو له امله یو زر او ۸۰۰  تنه مړه او په زرګونه نور ټپيان شوي دي.

له دې پېښې د بشري حقونو د څار بنسټ په یوه رپوټ کې هم یادونه شوې چې په‎ کې ویل شوي دا بریدونه د حزب اسلامي لخوا شوي وو.

حزب اسلامي دا رپوټونه ردوي خو د هر ډول حساب ورکولو لپاره خپل چمتووالی اعلانوي.

د حزب اسلامي ویاند نادر افغان په دې اړه په ډاګه کړه:«که‎چېرې بې طرفه، ازاد، نړیوال بنسټ چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي جوړ شي او دغه پېښه په هغه کې وڅېړل شي،حزب اسلامي له ټولو مخکې چمتو دی ترڅو خپل ملت ته حساب ورکړي.»

جالبه ده چې د کابل په یو شمېر مړستونونو (هدېرو) کې تراوسه هم د ۷۰ لسیزې د جګړو نښې لیدل کېږي چې د قبرونو پر ډبرو د مړینې لامل د توغنديو لګېدل بلل شوي دي.

په کورنیو جګړو کې په زرګونه کسان ووژل شول، که څه هم د دغو پېښو مسؤولیت د یوې ډلې یا کس پرغاړه نه دی خو تراوسه د جنګي جرمونو په اړه څېړنې نه دي شوي.

شریک یي کړئ