د جوزجان ولایت لپاره د داعش ډلې نومول شوی والي ملا باز محمد له ۵ تنو ملګرو سره یې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري وايي چې د داعش دغه نومول شوی والي له ننګرهار څخه جوزجان ته راغلی وه.د داعش ډلې دغه غړي په جوزجان کې د جنګیالو د نیولو او د خپلې ډلې د پراختیا لپاره د هېواد دغه شمالي ولایت ته راغی وه.
له هغه څخه وړاندې د کندز چارواکو هم د کندز لپاره د داعش ډلې نومول شوي والي له نیولو څخه خبر ورکړی وه.
په تېرو دوه کلونو کې د هېواد په ختیځو برخو کې د داعش ډلې فعالیتونه متمرکز وو،خو د شمال لور ته د دغې ډلې د فعالیتونو پراختیا جدي اندېښنې یې رامنځته کړي دي.
په دې وروستیو کې د امریکا دفاع وزارت په ننګرهار ولایت کې د افغانستان او پاکستان لپاره د داعش ډلې د مشر له وژل کېدو څخه خبر ورکړی دی.
په دې اړه مو اندونه