Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جوزجان په خم‎آب کې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ نښتې

د جوزجان ولایت سیمه‎ییز چارواکي د خم‎آب ولسوالۍ د مرکز په پنځه کیلو متړۍ کې د دولتي ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ له نښتو خبر ورکوي.

په شمال کې د پوځ د رسنیو مسوؤل، نصرت الله جمشیدي نن( دوشنبې د زمري۳۰مه) وایي، د خم‎آب ولسوالۍ مرکز ته نېږدې له پنځو ساعتونو راهسې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

نوموړی زیاتوي، ځانګړي سرتېري د پیښې سیمه ته لیږدول شوي دي او د طالبانو پر سنګرونو هوایي بریدونه هم ترسره کیږي.

د جوزجان د پولیسو قومندان جنرال رحمت الله ترکستاني وایي، طالبان د خم‎آب ولسوالۍ مرکز ته نېږدې دوه کلي نیولي دي.

نوموړي طلوع‎نیوز ته ویلي، ولسي پاڅون کوونکي چې د ۷ کلیو د امنیت ساتلو دنده یې پر غاړه لرله خپل سنګرونه یې پریښیدي او د ولسوالۍ مرکز ته راغلي دي.

د جوزجان د پولیسو قومندان په خبره د طالبان نومول شوی ولسوال مولوی مجید له خپلو شلو ملګرو سره له اقچې ولسوالۍ څخه خم‎آب ته تللي او هڅه کوي څو د ولسوالۍ مرکز ونیسي.

د جوزجان پولیس وايي چې طالب وسله‎وال په دې ولسوالۍ کې دوه کلي نیولي دي او د افغان ځواکونو او یادې ډلې ترمنځ نښتې روانې دي

شریک یي کړئ