د جوزجان د والي ویاند معروف اذر ادعا لري چې طالبانو د دغه ولایت په درزاب ولسوالۍ کې لس ولسي وګړو ته اور اچولی دی.
د ښاغلي اذر په وینا طالبانو تېره شپه د دغې ولسوالۍ ځينې هغو هټیو ته اور ورته کړی چې په خپلو هټیو کې ویده وو.
ویل کېږي چې دغه هټۍ وال، د خپل مال د ساتنې لپاره د شپې له لوري په خپلو هټيو کې ویده کېږي.
د جوزجان د والي ویاند وايي چې امنیتي ځواکونه سیمه چاڼ کړې او ټپيان یې د شبرغان ښار روغتون ته لېږدولي دي.
خو طالبان په دې اړه څه نه وايي.