د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د سولې په مذاکراتو کې د جګړې د قربانیانو د ځایګي د خوندیتوب لپاره، د دواړه لوریو د قربانیانو استازي په نېغه توګه د سولې خبرو کې شامل کړای شي.
دغه کمېسیون همدارنګه ټینګار کوي چې د لومړني غوراوي د امکان په صورت کې، باید د جګړې د قربانیانو په هکله یوه ملي مشوره جوړه شي چې د هغوی غوښتنو ته رسېدنه وشي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو رییس ذبیح الله فرهنګ وايي:«د خپلو سترګو لیدلی حال دې د دواړو لورو له مرکچي پلاویو سره شریک کړي او هغوی د دوی د مشاهداتو اورېدو ته مکلف شي.»
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري په دې اړه څرګندوي:«د دولت ټینګار د سولې هوکړو ته رسېدل دي چې په هغه کې د جګړې د قربانیانو حقوق خوندي وي.»
ورته مهال، د جګړې د قربانیانو ځينې کورنۍ په ځانګړې توګه د دولتي ځواکونو کورنۍ هم د افغانانو ترمنځ مذاکراتو کې د معنا لرونکې ونډې غوښتونکي او ټینګار کوي چې ښکېل لوري باید له تاوتریخوالي لاس واخلي.
عصمت الله وایي چې شپږکاله وړاندې یې زوی چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې پولیس سرتېری و؛ له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو. نوموړی په خپله په کرايي کور کې ژوند کوي او وزګار دی او د خپلې کورنۍ د ژوندانه اړتیاوې د سړک پرغاړه د توکو د پلورلو له لارې پيدا کوي.
د یوه وژرل شوي پولیس سرتېري پلار عصمت الله زیاته کړه:«له دغه دولت او خلکو څخه غواړو چې د شهیدانو د ورثې حق او حقوق تر پښو لاندې نه شي.»
د جګړې د قربانیانو د کورنۍ ځينې غړي هم د سولې په خبرو کې د خپلې ونډې د څرګندېدو لپاره راټولې شوې دي؛ هره دا کورنۍ د جګړې او د خپلو خپلوانو د له لاسه ورکولو تریخې کیسې لري.
د جګړې د قرباني د کورنۍ غړی دادالله وویل:«ما مې خپل زوی له لاسه ورکړی او خپل ورور مې له لاسه ورکړی ما ته معلومه ده چې وینه تویېدنه او جګر خوني څه ده.»
له اتلانو سره د مرستې بنسټ هم چې د دولتي ځواکونو د قربانیانو د کورنیو یو ملاتړی بنسټ دی وایي چې په بین الافغاني خبرو کې باید د افغان ځواکونو د قربانیانو د کورنیو ونډه روښانه شي.
له اتلانو سره د مرستې د بنسټ اجرایي رییس سلیم وردګ څرګندوي:«باعزته او پایدداره سوله ولرو. د هېواد د دولتي ځواکونو قربانیانو ته حضور او وڼده ورکول دي؛ ځکه چې دوی هغه کسان دي چې د تېرې ورځې، نن او راتلوونکي نظام لپاره قرباني ورکوي.»
بل خوا ولسمشر غني وایي چې په لویه جرګه کې د بندیانو د خوشي کولو پرېکړه تر ټولو لوی خطر و چې افغانانو د سولې لپاره ومانه.
ښاغلي غني منلې ده چې د دغو پنځه زره بندیانو د خوشي کېدو بیه په دې معنی ده چې پر نورو مسایلو سربېره د قربانیانو کورنۍ عدالت ته نه رسېږي.