Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جګړې پیغام، د سولې بلنه، آیا حکومت سوله د جګړې ډګرونو کې پلټي؟

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې اسد الله خالد ته د دفاع وزارت څوکۍ سپارلو په مراسمو کې ګډون کړی و، ګواښ کوي، هغه کسان چې جګړه غواړي او د پردیو د ګټو په پار افغانستان ویجاړوي، هغوی به له ټول ځواک سره وځپل شي.

ښاغلي محب وویل له هغو کسانو سره به سوله وشي چې له زړه دغې چارې ته چمتو وي.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دې اړه زیاته کړه:«لکه‎څرنګه چې د ښه او بد ترهګر ترمنځ توپیر نه کوو، له دې وروسته، د ښه او بد دښمن ترمنځ به هم توپير نه وي؛ هغه څوک چې جګړه غواړي، افغانان وژني، د پردیو د ګټو لپاره افغانستان ویجاړوي او یا هم ګواښ رامنځته کوي، له ټول ځواک سره یې مخه نیسو.»

له نن وروسته به جګړه د ملي امنیت پخوانی رییس پرمخ یوسي. اسدالله خالد د طالب او پاکستان پر ضد مشهوره څېره. وايي چې ملي پوځ به له دفاعي حالت نه یرغلي هغه ته راولي او له دې وروسته به دښمن په خپلو پټن‎ځایونو او ځالو کې له منځه یوړلی شي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد:«له دې وروسته خپل هېواد او سنګر مې نیسم. له دې حالته بهر کېږو دا چې په دفاعي حالت کې یوو. وروځنی رپوټ چې وینو داسې دی؛ د دښمن انداخت دفاع. له دې وروسته، باید پر دې فکر وکړو چې د دښمن ځالو ته ولاړ شو.»

حکومت د جګړې په نوي پړاو او په بې مخینې توګه د سولې خبرو اترو په لړ کې، امنیتي ادارو کې دوه استخبارتي څېرې وګومارلې او دا د دې په پار چې د جګړې په ډګرونو کې به بر لاسي وي.

اسدالله خالد د افغانستان د ملي دفاع وزارت لپاره اووم وزیر دی چې له ۲۰۰۱ زیږدیز کال راهیسې په دې حساسو شرایطو کې ګومارل کېږي.
 
اسدالله خالد د طالب او پاکستان پر ضد مشهوره څېره. وايي چې ملي پوځ به له دفاعي حالت نه یرغلي هغه ته راولي او له دې وروسته به دښمن په خپلو پټن‎ځایونو او ځالو کې له منځه یوړلی شي.

شریک یي کړئ