Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حزب اسلامي ۵۵ بندیان له بنده ازاد شول

له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه‎لیک د پلي کېدو کمېسیون نن سې‎شنبې(د غوايي په ۱۲ مه)په کابل کې وویل چې نن د حزب اسلامي ۵۵ تنه بندیان له بندخونې ازاد شول.

دغه کمېسیون ټينګار کوي چې د دغه ګوند د ۱۳ نور بندیانو د دوسیو له څېړلو وروسته هغوی به هم په نېږدې راتلونکي کې ازاد شي او دغه بهیر به دوام وکړي.ټاکل شوې وه چې دغه بندیان د دوشنبې په ورځ ازاد شي خو د ۱۳ بندیانو د ځنډ له امله د حزب اسلامي د مخالفت په پایله کې د حزب اسلامي د بندیانو د خلاصون بهیر یوه ورځ وځنډېد.

له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه ‎لیک د پلي کېدو کمېسیون ویاند احمد فرزان وویل:«د حزب اسلامي ټول بندیان چې جنايي جرمونه،حق العبد او د نشه‎يي توکو په جرم کې دخیل نه وي هغوی ازادېږي.»

د حکومت له لوري؛ د حزب اسلامي د ۵۵ خوشې شویو بندیانو له ډلې ۳۰ یې د بګرام له بندخونې کابل ته لېږدول شوي، خو د حزب اسلامي ټینګار پر دې دی چې ۱۳ تنه نور بندیان یې هم خوشې شي. هغه چې حزب اسلامي یې خوشې کولو ته لومړیتوب ورکړی.

په همدې حال کې یوه سرچینه وایي چې هغه ۱۳ بندیان چې حکومت له بنده نه دي خوشې کړي؛ د ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو کې مجرمان پېژندل شوي، خو آیا دا ۱۳ بندیان به هم خوشې شي.؟

ښاغلي فرزان زیاته کړه:«موږ د افغانستان د حزب اسلامي لومړيتوبونو ته درناوی لرو او دغه لومړنۍ ډله د ولسمشر په فرمان سره خوشي کېږي،خو دا وروستۍ ډله نه ده،د دغه ګوند نور بندیان به هم خوشي شي.»

د سزا په قانون کې د ځانګړې بښنې یوه برخه شته او د دې کار واک ولسمشر ته ورکړل شوی. خو د دې قانون له مخې ولسمشر کولای شي، د هر ډول جرم، مجرم له بنده خوشې کړي.؟

د حقوق پوهانو د ټولنې اجرايي رییس عین الدین بهادري وویل:«هغه کسان چې د وژنې جرم یا د ترهګریز جرمونه یې کړي وي،هغوی په بښنه کې شامل نه دي.»

بل لوري حزب اسلامي وایي چې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون او د ځینو هېوادونو د استازو د ښکېلېدو له کبله حکومت د ۱۳ بندیانو له خوشي کولو ډډه کړې ده.

د بشري حقونو د خپواک کمېسیون ویاند محمد بلال صدیقي په دې اړه وویل:«موږ د عدالت د ټينګښت غوښتونکي یوو او د دغو کسانو ازادېدل نه‎شي کولای چې د عدالت په ټینګښت کې له موږ سره مرسته وکړي، ځکه چې موږ له دې وړاندې هم داسې تجربه لرلې ده.»

سره له دې چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیا په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې ویناوې کړي، خو تر دې وړاندې دغه حزب ویلي وو، چې کابل ته د حکمتیار راتګ د حزب اسلامي د بندیانو خوشي کولو وار له مخې شرط دی.

له دې ټولو سره د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړې پلي کولو کمېسیون وايي، دغه ګوند ورته د ۴۸۸ بندیانو نوملړ سپارلی چې باید له بنده خوشې شي.

خو د دغه کمېسیون د غړو خبره دا ده چې په یوه ورځ دغه شمېر بندیان له بنده نه شي خوشې کېدای.

شریک یي کړئ