Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حزب اسلامي ۷۰ تنه بندیان سبا ازادېږي

حزب اسلامي ویاند نادر افغان د پنجشنبې په ورځ(د غوايي په ۷ مه) وویل چې سبا د دغه ګوند بندیان له بنده خوشې کېږي او له دې سره په ورته وخت کې ګلبدین حکمتیار به د ختیځو ولایتونو له یو شمېر مشرانو سره لیده ګاته وکړي.

هغه وايي حکمتیار به د لغمان او ننګرهار ولایتونو له لیدلو وروسته کابل ته راشي.

اخوا د حکمتیار یو شمېر انځورونه د کابل ښار په ځینو برخو کې د یو شمېر کسانو لخوا څیرې شوي دي.

د دغه ګوند ویاند وايي چې کابل ته د ګلبدین حکمتیار د راتګ پر مهال به د هغه پلویان وسله‎وال نه وي او د هغه امنیت به د امنیتي ځواکونو له خوا تأمین شي.

نادر افغان زیاته کړه:«سبا(جمعه)د ټولو په حضور کې لغمان ته راځي او له هغه ځای څخه وروسته کابل ته د هغه ت راتګ چمتووالی به ونیول شي.»

د ښاغلي حکمتیار زوی حبیب رحمان حکمتیار هم د فېسبوک پر پاڼه لیکلي چې پلار به یې د شنبې په ورځ کابل ته راشي.

په همدې حال کې د حکمتیار یوشمېر انځورونه چې د کابل ښار په ځینو څنډو کې لګول شوي وو،د ځینو پلازمن‎مېشتو له خوا څیرل شوي دي.

د پروان ولایت ۸۵ کلن اوسېدونکی رحیم وايي چې کور یې د چاریکارو په ښار کې وه او د کورنیو جګړو له امله چې جزب اسلامي یې یو لوری دی وران شو او اړ شو چې له خپلې کورنۍ سره کډه وکړي.

هغه وویل:«سمه ده چې ګلبدین راشي.خپله وسله‎ پر ځمکه کېږدي.هغه کسان یې چې له طالبانو سره  دي هغوی هم په خپله خوا کې ونیسي چې هېواد ته ارامي راشي او موږ ارامه شو.»

د هېواد وګړي چې له جګړو او ناامنیو ستومانه شوي هیله من دي چې د ګلبدین حکمتیار راتګ په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت زمینه برابره کړي.

د کابل اوسېدونکی احمد وايي:«همدغه سړی دې راشي هرڅه دې وي په هېواد کې جګړه نه وي.تراوسه چې مو هېواد ویجاړ کړ بس دی.»

د کابل بل اوسېدونکي یاسر هم زیاته کړه:«په لومړي سر کې باید د دولت مخالف وسله‎وال سوله‎وکړي،که‎چېرې سوله نه کوي له حکومت څخه غواړو چې هغوی وځپي.»

له بلخوا اجرائیه ریاست وایي چې ګلبدین حکمتیار له جګړې لاس اخیستی او د سولې له بهیر سره يو ځای شوی دی.

شریک یي کړئ