د بلخ د ولایتي شورا رییس او د دغه ولایت ځینې اوسېدونکي د حضرت علي پر زیارت د یوه نوي جامع جومات له جوړېدو هرکلی کړی.
هغویو ايي چې دغه جومات په معیاري توګه جوړ شوی او په یوه وخت کې د څه باندې ۷ زره لمونځ کوونکو وړتیا لري.
د مزارشریف اوسېدونکی حمیدالله وايي:« پخواني جومات د کمو لمونځ کوونکو د ځایېدو وړتیا لرله او کابو د ۲ زره تنو وړتیا یې لرله، خو اوس د څه باندې ۷ زره لمونځ کوونکو د ځایېدو وړتیا لري.»
د مزارشریف اوسېدونکی باقر هم وویل:«دا لوی جومات دی او د هغه ځای ډېر ښه دی.»
دا جومات د پنځه زره مټره مبربع ځمکې په پراخوالي جوړ شوی چې د مرکز ګرمیو سربېره ۱۶۰ اودس خونې او ۴۶ مټره لوړې او دنګې منارې لري.
د بلخ د ولایتي شورا رییس افضل حدید په اړه څرګنده کړه:«دا جومات په یوه وخت کې د څه باندې ۷ زره لمونځ کوونکو د ځایېدو وړتیا لري او دا جومات نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په سیمه، منځنۍ اسیا کې ساری نهلري. دا جومات له پرمختللو سیټمونو سره جوړ شوی دی.»

دا جومات چې د هېواد تر ټولو لوی جومات ګڼل کېږي د ملي سوداګرو په مرسته جوړ او سږ کال په پسرلي کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانیستل شو.
د بلخ ولایت سکټوري رییس ذبیح الله اختري وايي چې ټاکل شوې ده د دغه جومات په لاندني پوړ کې موزیم، کتابخونه او د حضرت علي زیارت د کارګرو لپاره اداري څانګې هم جوړې شي.
د بلخ ولایت سکټوري رییس ذبیح الله اختري څرګنده کړه:«دا جومات په دوو پوړونو کې جوړ شوی. په لاندني پوړ کې کتابخونه، د جومات د کارګرو لپاره دفتر، د اسلامي ثقافت یو ځای او د سیمینار یو سالون به جوړ شي.»
د بلخ د سکټوري رییس د مالوماتو له مخې پر دغه جومات شپږ مېلیونه ډالر لګېدلي دي.
دغه جومات د حضرت علي زیارت په لوېدیځه څنډه کې جوړ شوی دی.
د نوي کال په ورځو کې دغه جومات د هېواد د بېلابېلو سیمو د مسافرو او سیلانیانو کوربه به وي. چې د حضرت علي روضې د جنډې د پورته کولو په مراسمو کې ګډون کوي.