د ننګرهار والي ویاند، عطاالله خوګیانی تورخم کې د حقاني ډلې د یوه قومندان له نیول کېدو خبر ورکوي.
نوموړی نن(چهارشنبې د چنګاښ په ۴مه نېټه) وايي نیول شوی کس مومن نومیږي چې په خالد مشهور وو.
د خوګیاني په وینا نیول شوی کس د خوست ولایت اصلي اوسېدونکی دی او د ملي امنیت ځواکونو لخوا په داسې حال کې نیول شوی دی چې له پاکستانه تورخم ته راغلی وو.
دی وړاندې وايي، د حقاني ډلې دا غړی د ترهګریزو کړونو ترسره کولو په موخه هېواد ته راغلی وو.
نیول شوي کس لومړنیو څېړنو کې پر خپلو کړنو اعتراف کړی دی.