Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حقوقو نه ترلاسه کولو له امله بلخ کې د متقاعدو اعتراض

په بلخ ولایت کې ځينې تقاعد شوي کسان وايي چې له مالي کال څخه د څلورو میاشتو له تېرېدو سره لاهم خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي.

دوی وايي چې ډېری متقاعد کسان په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او له حکومته غواړي چې دغه ستونزه پای ته ورسوي.  

متقاعد غلام حسین وايي:«د تقاعد کتابچه لرم څو ځله مې له ولایت او مستوفیت څخه امر اخیستی هېڅوک موږ ته پاملرنه نه کوي. داسې نه ده چې دوی پیسې نه وي اخیستې پیسې راغلې دي، خو ګډوډي ده.»

متقاعد شاه‌زاده هم وویل:«شپږ میاشتې کېږي چې د بلخ متقاعدینو ته یوه روپۍ نه ده ورکړل شوې، دا نه انسانیت دی او نه هم اسلامیت.»

دا متقاعدین چې په نظامي او غیر نظامي ادارو کې یې کار کړی وايي، اقتصادي وضعیت یې چندان ښه نه دی او که یې معاش ور نه کړل شي، د ژوند کولو وس نه لري.

متقاعد سید حسن زیاته کړه:«موږ ته خو دغه خلک خیرات نه راکوي، زموږ خپلې پیسې دي، موږ ۳۰ کاله ۴۰ کاله خدمت کړی، هر افسر او یا هم اجیر خدمت کړی موږ د خدای په نامه نه راکوي.»

متقاعد الله داد څرګنده کړه:«موږ کومې مرجع ته ولاړ شو چېرته او چا ته شکایت وکړو. تاسې په خپلو سترګو وینئ چې ځينې وروڼه موږ په ځمکه پرېوتي او له بې وسۍ کړېږي.»

غلام نبي یو له هغو دی چې پنځه دېرش کاله یې دولت سره کار کړی دی. دی اتیا کلن دی او د خپل حق تر لاسه کولو لپاره د بلخ مستوفیت ته راغلی او دلته پر ځمکه پروت دی.

د هېواد شمال کې د متقاعدینو شورا ريیس مایل هم وویل:«غلام نبي هغه متقاعد دی چې ۳۵ کاله یې خدمت کړی، اوس داسې وضعیت لري، په کود برق او ټولګټو ریاست کې یې دنده ترسره کړې، په ناوړه وضعیت کې دی ناروغ دی موږ هم حیران یوو چې دی چېرته بوځو روغتون ته که کورته، زوی نه لري. »

د بلخ مستوفي بیا ستونزې مني، خو ژر یې د حل ډاډ ورکوي.

د بلخ مستوفي سیداکبر سروري په دې اړه وايي:«ډېری کسان زاړه دي، ناروغان دي، ډېر ستومانه دي هره ورځ د مستوفیت د دروازې تر شه راځي، دا حالت یې زموږ لپاره ډېر دردونکی دی. او زه د بلخ ولایت د مستوفي په توګه د شرم او خجالتۍ احساس کوم چې څنګه نه شو کولای متقاعدینو ته چې خپل خوږ عمر یې په خدمت کې تېر کړی او یوه داسې پړاو ته رارسېدلي چې دولت باید دوی ته خدمت وکړي خو دولت د دوی په وړاندې بې تفاوتي کوي.»

د شمېرو له مخې، بلخ کې ۴۹۶۰ متقاعدین شته. له دې ډلې ۵۶۰ یې تېر کال هم خپل کلنی حق تر لاسه کړی نه دی.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی ملک قیس نور اغا د دغې جرګې د لنډمهالي رییس په توګه وټاکل شو.

شریک یي کړئ