کابل کې د ملي امنیت په شپنیو عملیاتو کې د جمعیت اسلامي یو له قومندانانو امر ستار غوربندي له وژل کېدو یوه اوونۍ وروسته، لا هم د دغې پېښې پټې خواوې روښانه شوې نه دي.
امر ستار غوربندی، له زوی او خوریي او دوه تنه نور سره د یکشنبې پر شپه (د مرغومې په ۱۴مه) د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول.
په کابل کې د څارګرې ملي ادارې په ځانګړو شپنیو عملیاتو کې د اسلامي جمعیت ګوند د یوه پخواني قومندان آمر ستار غوربندي له وژل کېدو، یوه اوونۍ تیريږي؛ خو لا هم د دغې پیښې تیاره اړخونه نه دي روښانه شوي.
امنیتي بنسټونو او لویه څارنوالۍ د امر ستار په ګډون د پنځو تنو د وژل کېدو د توجیې په اړه معلومات نه ورکوي، خو وايي چې د دې پېښې د څېړلو لپاره یې یو نهه کسیز پلاوی ګومارلی دی.
د حقوق پوهانو ټولنه هم وايي چې، د امر ستار پر وړاندې د څارګرې ملي ادارې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو څرنګوالی یوه غیرمسوولانه او د قانون پر خلاف کړنه ده.
د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې غړی وحید فرزه یي په دې اړه څرګندوي:«موږ باید د بلواګرو ډلو او دولت ترمنځ باید یو توپیر ولرو.»
که څه هم هغه سند چې طلوع نیوز ته رسېدلی د دې ښکارندويي کوي چې، امر ستار له پنځو نورو کسانو سره د انسان تښتونې په یوې دوسیې کې د امنیتي بنسټونو تر څار لاندې و؛ خو د هغه خپل خپلوان دغه تور بې بنسټه بولي.
د ولسي جرګې ځینې غړي د دغې پېښې د څېړولو غوښتونکي دي.
د ولسي جرګې غړی عبدالظاهر تمیم وايي:«یوه کس چې یوې ډلې ته کمپاین کوي، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ګډون کوي او تل له دغې ډلې سره اوږه په اوږه حرکت کوي، مشوره ورکوي، د هغې ډلې لپاره رایه راوړي. خو پر هغه په نيمه شپه کې برید کوي... دا د پوښتنې وړ ده.»
د ولسي جرګې بل غړی ګل رحمان همدرد هم څرګندوي:«حکومت ه زموږ وړاندیز دا دی؛ هر هغه کس چې په ناامنیو کې لاس لري، باید قانون منلګو ته وسپارل شي، خو زه د صحرايي محاکمې پلوی نه یم.»
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي چې، د دغې پېښې د څېړنې په چارو کې بې غوري به په هېواد کې سیاسي ثبات زیانمن کړي.
ښاغلی ایزدیار زیاتوي:«دغې مسلې د حکومت په وړاندې د خلکو د اعتماد کچه ډېره ټيټه کړې ده.»
له دې سره سم، یوه سرچینه بیا طلوع نیوز ته وايي چې، د امر ستار پر وړاندې د عملیاتو یو مسوول جنرال د هغه د نیونې پر ځای د هغه د وژلو د توجیه په اړه ویلي چې، لومړنۍ ډزې د امر ستار د وسله والو له لوري پر امنیتي سرتېرو شوي؛ په داسې حال کې چې، د امر ستار خپل خپلوان دغه ادعا بې بنسټه بولي.